خيبر پښتونخوا کې د سي اين جي بنديز خلک له ستونځو سره مخ کړې دي۔

شبير احمد جان

د سي اين جي سټېشنو د مالکانو اتحاديه وايي چې د سي اين جي د بنديز له وجې دوي سره کار کوونکي په زرګونه خلک بې روزګاره شوې دي۔

خيبر پښتونخوا کې شاوخوا ۶۰۰ سي اين جي سټيشنې دي چې پري خلک دسوارلو او د خپل شخصي استعمال ګاډي چلوي۔د سي اين جي سټيشنو مالکانو اتحاديه وايي صوبه کي د ګيس د خپل پيداوار باوجود هم حکومت سي اين جي سټيشنې زياتر وخت د ګيس د کمي په پلمه تړلې وي۔  د اتحاديې په وينا د سي اين جي د بنديز له وجې په سټيشنو کې کارکوونکي په زرګونو مزدوران بې روزګاره شوي او مالکان هم دغټو تاوانونو سره مخ شويدي۔

خو وفاقي حکومت وار په وار وويلې دي چې ملک کې دپټرولو او ډيزلو کمی دی او بيې هم لوړې دي چې لوجي دوي د غټو صنعتونو ګيس ورکوي نو ځکه يې سي اين جي سټيشنې تړلې دي۔

خيبر پښتونخوا کې دسي اين جي پمپونو د مالکانو اتحاديې مشر پرويز خټک ويلې دي چې دا محال صوبه کې روزانه تر څلورو لاکو ګاډي سي اين جي کاروي چې ورسره  د۱۵ لاکه ليټرو پټرولو او ډيزلو بچت کېږي۔ د نوموړي په وينا صوبه کې ۵۰۰ ايم ايم سي ايف ډي ګيس روزانه په بنياد پيدا کيږي او ددوي سيکټر ته يوازې ۱۲۰ ايم ايم سي ايف ډي روزانه پکار وي۔د اتحاديې مشر وايي چې بايد  د پاکستان د اساسي قانون ۱۵۸ مادې سره سم حکومت صوبې ته د خپل پيداواري ګيس برخه ورکړي ګني دوي به په احتجاجونو لاس پورې کړي۔

دچارسدې محمد فهيم وايي وړاندې به يې په يو هوټل کې دپخلي کار کوو خو د کمې تنخوا او دکور د زياتو مصرفونو لوجې يې هغه روزګار پرېښوده او درې کاله وړاندې يې دسوارلو ګاډي واخيست چې پکې دسکولونو ماشومان او نورې سپرلې هم کوي۔ خو د تېرو دوه مياشتو راهيسي يې د سي اين جي د دبنيز له وجې روزګار خراب شوی دی۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom