کډي کباب، بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو دودیز خواړه۔

کډي کباب به پخوا د سکرو په ټکور پخېدی خو اوس د کوټې په ریستورنتونو کې په نوي ډول پخېږي۔

کډي کباب  پښتانه او بلوڅان په ښادیو او مېلمستا ورکولو کې پخوي ،د پخلي لپاره یې له څلورو تر شپږ فوټه پورې کډی کینلی وي، پر روغ حلال شوي پسه یې مالګه مصالحه اچولي وي او د پسه يا څیرلي نس یې له وريجو ډک کړی وي او ورسره یې پسته  ، بادام ، کشمش او کاجو هم د پسه په نس اچولي وي ، په کډي کې له وخته اور بل شوی وي چې د هغه اور سکاره یا سرې سکروټې جوړي شوي وي۔ دغه کډه کې پسه ور واچوي د کډې سر ورباندې وتړي او له ديو تر څلورو ساعتونو پورې يې پوخ کړي۔

 

خو اوس یې دغه طریقه د کوټې ریستورنټونو بدله کړې ده د کډي پر ځای هغه اوس پسه په نوي ډول په یوه مشین(اوون) کې پخوي چې هلته هم په مشین تودښه ورکول کیږي او ورجې جلا پخېږي چې بیا د خوړلو پر وخته د پاخ سره یو ځای کیږي،  پیسته، بادام، کشمش کاجو ،لېمو او سلاد د پخلي ورسته لوړ ورباندې اچول کیږي چې بیا د کډي کباب مینوالو ته وړاندې کیږي۔

په کوټه کې د یو ریستورنت مالک شاهد خان کاکړ وایي چې کډي کباب په نوي ډول پخولو سره د کباب مینوالو لویه اسانتیا وي چې دوی یو بل ته مېلمستیا کوي نو ریسټورېنټ ته راشي او هغه کسان چې د پوره پسه د پخلي وس یا توان نه لري نو هغوی ته کلو په حساب ورکول کیږي۔

په کوټه کې د کډي کباب یو مینوال وایي چې دوی په میاشت کې څو ځله له ملګرو سره د کډي کباب خوړلو لپاره ریسټورېنټ ته ورځي،  د هغه په خبره چې دوی ته په ریسټورېنټ کې کډي کباب د کلو په حساب رسیږي چې هغه د دوی تر وس لاندې راځي۔

 د ریستورنت مالک شاهد خان کاکړ په خبره چې د کډي کباب بییه د غوښي د بیي لوړېدو او لوېدو سره سره لوړیږي او لویږي۔

 بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې خلګ یې د غوښو خوړلو خوراکونه شوقیان بلل کیږي د کډي کباب تر څنګ سجي کباب، روش( روسټ) یې پېژندل شوي خواړه دي۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom