د پاکستان او افغانستان تر منځ د تجارتي لارو تړلو له کبله کاروبارونه سخت اغېزمن شوي دي۔
د تجارتي لارو تړلو له کبله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سوداګرو کاروبار په ټپه درېدلی۔
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د ډېورنډ کرښه باندې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې۔
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان کړی وو چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته پرانستل کیږي چې اسلام اباد دا باور ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي۔

ډیورنډ کرښې ته نزدې خان ډګر سیمه باندې د پټاټو یا الوګانو کښت کوونکی حاجي عبدالخالق اڅکزی وایي چې په یاده سیمه کې یې شاوخوا ۵۰۰۰ زره بورۍ پټاټې کرلې وې چې د تجارتې لارو له کبله یې په کروړنو روپۍ تاوان وشو۔ هغه وایي چې د پټاټو د کښت رسېدلو ورسته به دوی د کوټې په شمول د هیواد بېلا بېلو منډو ته استولې چې له هغه به بیا د افغانستان د لاري نورو هیوادنو ته تللې، خالق وایي چې کله د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه تجارتي لارې وتړل شوې نو د دوي د پټاټو کښتونه تیار وو او په داسې حالاتو کې بيا په منډيانو کې الوګانو د اخيستو سوداګر نه وو۔ د هغه په خبره چې د پټاټو یا الوګانو بیي زیاتې ټیټې شوې او مالانو په منډیو کې خراب شول چې د پټاټو کرونده ګرو ته يې لوی زیانونه ورسېدل۔
پر ډیورنډ کرښه به د افغانستان له لورې په لوی شمېر کې د انګورو او انارو تر څنګ وچه مېوه پاکستان ته راتله چې د لارې تړلو له کبله په هیواد کې اوس د وچې مېوې بیه لوړه شوې ده۔
د پاکستان او افغانستان تر منځ ټولې لارې د ۲۰۲۵ م کال په اکتوبر کې د دواړو خواوو د ځواکونو تر منځ له نښتو او پر یو بل له بریدونو راهیسې تړلې دي۔
د توبې اڅکزۍ اوسېدونکی جمع خان اڅکزی وایي د توبې اڅکزۍ او د افغانستان د معروف ولسوالۍ د خلګو تر منځ به دلته د وچې مېوې تر څنګ داسې نور واړه کاروبارونه کېدل چې د دې سیمو د خلکو د ژوند پرې اسانه وو خو د لارو د تړلو له کبله یې خلک بې روزګاره شوي دي۔
د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارو تړلو له کبله په ټول هیواد کې کاروبارونه اغېزمن شوي دي۔
د کوټې اوسېدونکی یو دکاندار قسیم خان وایي چې د هغه دوکان ته به د چمن له لارې له افغانستانه موبایلونه، موبایل بیټریانې د موسیقۍ ږغولو الاتو تر څنګ داسې ډېر توکې راتلل چې د افغانستان سره د کاروباري لارو تړلو له کبله دغه کاروبار اوس په ټپه درېدلی دی، هغه وایي چې په کوټه کې ددې کاروباریان چې بېلا بېلو دوکانونو ته به یې سامانونه رسول او د دې لارې به یې خپله مزدوري کوله هغه اوس ټول بې روزګاره شوي دي۔
تر دې وړاندې به د چمن او سپین بولدک اوسېدونکو تر منځ د باب دوستي په نوم دروازه باندې کاروبار کېدی چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ م کال د نومبر له لومړی نېټې څخه پر ډیورنډ کرښه د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کړی چې پر ضد یې د چمن سیاسي ګوندونو، سوداګرو او لغړیانو یا پنډیانو د ۲۰۲۳ م کال د اکټوبر له ۲۱ مې کرښې ته نژدې پرلت وواهه چې دغه پرلت لا هم روان دی او له حکومته د پخوا په څېر پر ډیورنډ کرښه پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تزکره باندې د تګ راتګ غوښتنه کوي۔
د چمن اوسېدونکي یوه وړوکي کاروبار کونکي حاجي صلاح الدین اڅکزی وایي چې نه یوازي د هغه بلکه د یادې سیمې اوسېدونکو ټولو کاروبار د چمن او سپین بولدک تر منځ دروازه باندې کېدی، هغه وایي چې پر دې لار به سلګونه خلک هر سهار د کاروبار لپاره د افغانستان خاوري پر پولې ته نزدې منډیو ته تلل او د افغانستان خلګ به پر افغان تزکره د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د کاروبار لپاره راتلل. حاجي صلاح الدین وایي چې د پاکستان حکومت پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره پر پاسپورټ شرط عملي کړی نو دغه کاروبارونه سخت اغېزمن شول۔.
خو د پاکستان حکومت وایي چې دغه ګام یې په هیواد کې د امن خوندي ساتلو او د قاچاق د مخنیوي لپاره اخستی دی۔
د پاکستان او افغانستان تر منځ کاروبارکوونکو سوداګرو په خبره چې سوداګرو ته هره میاشت ۴۵ مېلیونه امریکايي ډالره تاوان رسي۔
پر ډیورنډ کرښه د تجارتي لارو پرنیستلو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ په وار وار خبرې شوې خو لا یې څه پایله نه ده ورکړې۔