یو بل نه ورک شوي ورور او خور قسمت  بیا یو ځایې کړل

برطانیه کې یوه ډېره حیرانوونکې پېښه مخې ته راغلې، چې پکې دوو کسانو یوه اداره کې یو ځایې کار کلو، خو د دوو کالو تیریدو وروسته پوه شول چې دوي په اصل کې سکه خور او ورور دي او د ماشومتوب راهیسې له یو بله بېل شوي وو.

شپیته کلن ډیو ګرین په ۲۰۰۵م کال کې د مانچسټر هوايي ډګر د بس سټېشن د سپروایزر په توګه دنده ترسره کوله، او ۵۳ کلنه انډریا ارمسټن هلته د وینډنګ مشینونو لپاره د سامان برابرولو زمه واره وه.

د رسنیو د راپورونو تر مخې، د دواړو ترمنځ د موټرسایکلونو ګډ شوق د دوستۍ لامل شو، او دا ملګرتیا د وخت په تېرېدو لا نوره هم مضبوطه شوه.

دوه کاله وروسته یوه ورځ د خبرو په وخت ډیو وویل چې ورکوټوالي کې دی کومې کورنۍ په غیږ ( اډوپشن) اخستی وو. دا خبره چې انډریا واورېده، هغې وویل چې ددې یو ورور د زېږېدو وروسته بلې کورنۍ ته د پالنې لپاره ورکړل شوی وو.

کله چې ډیو خپل د زېږون اصلي نوم سټیورټ پراوډلو یاد کړو، نو انډریا سخته حیرانه شوه، ځکه د واده نه مخکې د هغې کورنی نوم هم پراوډلو وو.

انډریا سمدستي خپلې مور سوزن سره رابطه اوکړه او د هغه ورور د زېږېدو نېټه یې وپوښتله. کله چې نېټه د ۱۹۶۶م کال د مارچ ۲۴مه راووتله، نو دواړو ته یقین اوشو چې دوي له شاوخوا ۴۰ کلونو وروسته یو ځل بیا سره یوځای شوي سکه خور او ورور دي.

سوزن هغه وخت ۱۵ کلنه وه چې ډیو یې زیږولی وو، خو د وخت د سختو شرایطو له امله یې هغه یوې داسې کورنۍ ته اوسپارلو چې اولاد یې نه لرلو. هغې کلونه کلونه د خپل زوي د موندلو ناکامه هڅه کړې وه.

کله چې حقیقت څرګند شو، انډریا خپل ورور د ړومبي ځل لپاره خپلې اصلي مور ته بوتلو. دا لیدنه ډېره احساساتي وه او له اوږدې جلاوالي وروسته د مور او زوي له سترګو د خوښۍ اوښکې روانې شوې.

ډیو وایي، لس کلنۍ کې پوه شوی دی چې د بلې کورنۍ له خوا پالل شوی، خو دغې کورنۍ ورسره ډېره مینه کوله، نو ځکه یې کله هم د خپلې اصلي کورنۍ د موندلو هڅه اونه کړه.

ددوي مور سوزن اوس مړه شوې ده او دوي دواړه خور او ورور د برتانیې په یوه سیمه کې یو ځایې په خوښۍ ژوند کوي او هڅه کوي چې د کلونو جلاوالي تشه د خپلمنځي مینې او یووالي په وسیله ډکه کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.