ګوردواره کې د وژل شوې ښځې او خاوند په وژنه تورن کس نیول شوې. مردان پولیس

د مردان پولیسو د جون په نولسمه وېلي، چې په ګوردواره کې د مېړه او مېرمنې د وژنې په تور یې یو کس مجرم ګرفتاره کړې.

د مردان د پولیسو مشر (ډي پي او) مسعود احمد په یو خبري غونډه کې وویل چې پولیس په ساینسي بنیادونو، تخنیکي شواهدو او مسلکي تګلارې په کارولو سره دغه اصلي مجرم ته ورسېدل، او تورن کس یې ګرفتاره کړو.

د پولیسو په وینا، دا پېښه په مردان کې د جون په ۱۶مه رامنځته شوې وه چې پکې د بابو محلې یو وسېدونکې او د هغه مېرمن وژل شوي وو. ښځه او خاوند د سیک مذهب سره تړاو لرونکي وو، او هغلته د سکهانو د ګوردوارې خادمان وو.

پولیسو وېلي چې دغه پېښه د ترهه ګرۍ نه وه، بلکه ګرفتاره شوی تن په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د وژنې تر شا خپل ځینې شخصي علتونه ښودلي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.