هغه ځوان چې له خپلې کورنۍ سره د بلوچستان د مرکز کوټې له سیل وروسته بېرته کراچۍ ته روان و، مستونګ ضلعې ته نږدې د نامعلومو وسلوالو په ډزو کې ووژل شو، مېرمن یې سخته ټپي شوه، خو دواړه کم عمره لوڼې یې له پېښې روغې پاتې شوې،
د پولیسو په وینا، علي جمیل چې په کراچۍ کې د موبایل دوکان لرې او سوداګر و، له خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره د سیل لپاره کوټې ته تللی و،کورنۍ د کوټې له بېلابېلو سیمو تر لیدنې وروسته د جمعې شپې پر مهال بېرته کراچۍ ته روانه شوه
پولیس وایي، د شپې د لارې د ورکېدو له امله د دوی موټر له قومې لویې لارې واوښت او د دشت سیمې ته ورسېد. هلته نامعلومو وسلوالو د موټر د درولو اشاره وکړه، خو کله چې موټر ونه درېده، وسله والو پرې ډزې وکړې
د ډزو له امله علي جمیل پر ځای ووژل شو، مېرمن عایشه جمیل یې ټپي شوه، خو دواړه کم عمره لوڼې یې خوندي پاتې شوې.
دپولیسو په وینا ټپي شوې مېرمن د درملنې لپاره د کوټې سنډیمن ټراما سنټر ته او بیا دکراچۍ اغا خان روغتون ته لېږدول شوې ده
په کراچۍ کې موبایل او الکټرونکس ډیلرز اتحاديې یو مشر منهاج ګلفام ویلي، لومړني معلومات ښايي چې کورنۍ د ګوګل مېپس د ناسمې لارښوونې له امله د دشت سیمې ته تللې وه، چې هلته نامعلومو وسلوالو پر موټر ډزې وکړې،
وژل شوی سوداګر علي مرتضیٰ جمیل دجون په ۲۸ مه په کراچۍ کې خاورو ته سپارل شوی دی
د کراچۍ موبایل او الکترونکس ډیلرز ټولنې او په ټولنیزو رسینو دبشري حقونو فعالو داپېښې سخت غندنه کړې او له چارواکو یې غوښتي چې د برید کې تورن دې ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري
دبشري حقونو فعالو په دې پېښه پر حکومت سختي نیوکې کړي دي او کورنۍ ته یې دانصاف غوښتنه کړی ده،
بل لور ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو دا برید پېښه غندلی ده، د پېښې راپور یې غوښتی او اړوندو ادارو ته یې تورنو پر ضد د سمدستي قانوني اقدام امر کړی دی