کوټه: د هنه وړک دپېښي ضد پرلت د بلوچستان د حکومت د پرلتوالو سره تر خبرو وروسته پای ته ورسېد

د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټی د جولای پر ۱۰ مه د کوټې چاوڼې سره نژدې د بي اې مال ترڅنګ د روان پرلت ځای ته ورغی او د پرلت له کمېټې او د وژل شويو د کورنيو له غړو سره يې خبرې کړې. له دغو خبرو اترو وروسته د پرلت کمېټې د اعلا وزير په غوښتنه د پرلت پای ته رسولو اعلان وکړ.

له وزيراعلی سره د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ، سناتور ( سنېټر)منظور کاکړ او د کوټې کمېشنر شاهزېب کاکړ هم ملګري وو.

سرفراز بګټي وويل چې د پرلت له لومړۍ ورځې راهيسې يې له کمېټې سره پرله‌پسې اړيکې ساتلې دي. هغه زياته کړه چې د وزيراعظم او فېلډ مارشل په شتون کې شوې پرېکړې به عملي کوي او د اعلا وزيرا په توګه ځان د دغو ژمنو عملي کولو ته پابند ګڼي.

نوموړي وويل که د حکومت له لوري کومه تېروتنه شوې وي، هغه به ومني. ده ټينګار وکړ چې د ولس لپاره يې دروازې تل پرانيستې دي او تل به د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

اعلا وزير ژمنه وکړه چې د پېښې د شهيدانو کورنيو ته به مالي معاوضه ورکول کېږي، وارثانو ته به دندې ورکول کېږي او د هغوی د ماشومانو د زده کړو لګښتونه به هم حکومت پر غاړه اخلي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د هېواد او بلوچستان پر ضد د روانو دسیسو د ناکامولو لپاره له حکومت او امنيتي ادارو سره همکاري وکړي.

دا پرلت له هغه ورسته د جولای پر ۵ مه پېل شوی و چې د وسلوالو لخوا د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کیلو مټره هنه وړک ببری کلي باندې بريد وکړ. د یادې سیمې دخلګو په وینا چې د وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان یې ژوبل کړي او ۱۱ کسان یې تښتولي.

   دبلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو  د جولای پر ۶ مه ویلي و چې وسلوالو چې د وسلوالو پر ضد یې عملیات کړي چې ۴ امنتي سرتېري په کې ژوبل شوي او ۴ وسلوال هم وژل شوي او هغه ویلي و چې د ۷ کسان د تښتولو اطلاعات دي.

د جولای پر ۹ مه پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو ښکاره کېده چې وسلوال اعلان کوي چې د هنه وړک سیمي تښتول شوي کسان له دوی سره دي او په دې خاطر یې دوی وړي چې هغوی ورسره مزحمت کوی په ویډیو هغه کسان هم ښکاري چې د هغوی په خبره چې دا یې له هنه وړک څخه تښتولي.

 په ویډیو کې د وسلوالو لخوا دا هم ویل کیږي چې د وسلوالو ( تحریک طالبان پاکستان) جګړی د حکومتي چارواکوو سره ده ملکي کسان دې د دې جګړې منځ ته نه راځي.

 مشال ډیجیټل ددې ویډیو په کره توګه پخلی نشي کولی.

 پر ټولنیزو رسنیو ویډیو خپرېدو ورسته د جولای پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزی د شپې ناوخته په خپل بیان کې ويلي چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببری څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي.

بابر يوسفزي ويلي، ټول خوشې شوي کسان روغ او جوړ دي او روغتيايي حالت يې هم ښه دی.

هغه زياته کړې، د بلوچستان د هر وګړي د ژوند او مال ساتنه د صوبايي حکومت لومړيتوب دی.

د نوموړي په وينا، د بلوچستان حکومت به د خلکو په همکارۍ او د امنيتي ځواکونو په ملاتړ د هېواد ضد عناصرو ټولې دسیسې شنډې کړي.

بلخوا د کوټې کویله پاټک سیمه باندې د جولای پر ۶ مه د زیارت کڅ سیمه باندې د وسلوالو په برید کې وژل شوو پولیس سرتېرو پر ضد پرلت روان دی چې د جولای پر ۸ مه پېل شوی دی.

د جولای پر ۶ مه وسلوالو د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کیلومیټره د زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوو پولیس سرتېرو برید کړی و د حکومت په خبره چې وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي و حکومت دا هم ویلې و چې د عملیاتو مهال ۱۵ وسلوال هم وژل شوي و.

 د تښتول شوو ۲۱ پولیس سرتېرو مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کلیومیټره منګله کې ومندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړې د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک باندې د احتجاج په توکه د هغوی خپلوانو کښېښول او پرلت یې پېل کړ.

د کوټې د هنه وړک او زیارت د کڅ سیمې دواړو بریدونو ذمواري د پاکستان لخوا ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخستې.

 پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چودري د جولای پر ۸ مه راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جولای له پنځمې نېټې راهبسې په بلوچستان کې د وسلوالو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي دي  د هغه په خبره چې ۵۴ وسلوال هم وژل شوي.  د بلوچستان ګڼې سیمې له اوږدې مودې راهیسې د ناقرارۍ سره مخ دي چې د وسلوالو لخوا امنتي ځواکونه او سرکاري کسان په نښه کیږي، خو حکومت په وار وار ویلي چې ولس ته امن ورکولو ته ژمن دي او د وسلوالو پر ضد وخت پر وخت عملیات تر سره کوي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.