کلثوم زيب پخپلو ليکنو کې د ښځو غږ پورته کړی دی

آسما ګل

کلثوم زيب خيبر د پښتو ژبې د يوې ليکوالې او شاعرې په حيث پيژندل کيږي چې ۶۵ کتابونه يې په پښتو او اردو ژبه ليکلي دي ۔ هغه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې سره تعلق لري ۔

هغې د مشال ډيجيټل سره د خبرو کولو په وخت وويل چې له ماشومتوب راهسې يي د ليک لوست سره ژوره مينه لرله خو دا فکر يې نه و کړی چې راتلونکي کې به يي اولس کي پيژندګلو د يوې ليکوالې په توګه کيږي ۔ هغې وويل چې دی مقام ته رارسيدو کې يې ميړه پورا مرسته ورسره کړې ده او ځکه يي په ډاډه زړه شاعري کړي ده ۔

کلثوم زيب  درې اولادونه لري ۔ د نجونو په يو دولتي ښوونځي کې يې د استاذې په توګه دنده ترسره کړي ده ، خو اوس يې ټول وخت ليک لوست ته وقف کړي دی ۔ هغې په پښتو او جينډر سټډيز کي تر ۱۶ماسترۍ زده کړې کړي دي ۔

 کلثوم زيب مشال ډیجیټل ته وویل چې په اتم ټولګي کې  يي ادبي کتابونه لوستل پیل کړي وو او هماغه وخت  يي شاعري هم پیل کړه ، خو په باقاعده توګه لیکل يې له واده وروسته پیل کړل چي د څلورو لسيزو زياتي مودي تيريدو وروسته هم دوام لري ۔

کلثوم زیب په خیبر پښتونخوا کې د ښځینه لیکوالانو د تنظيم “خویندې ادبي لښکر” بنسټ ايښودونکې او مشره ده ۔  د دی ادبي تنظيم هدف پښتنو ښځو ته د لیکلو او خپل غږ رسولو لپاره زمینه برابرول دي ۔ د خويندې ادبي لښکر د لاسته راوړنو په اړه کلثوم زيب وويل چې د دی تنظيم جوړيدو نه پس په ښځينه ليکوالانو کې د ليک لوست رجحان زيات شوی دی ۔

هغې وويل:

“هغه جينکۍ او ښځې چي تر دی وړاندې يې په مستعار نومونو شاعري کوله اوس پکې زياتره د خپل اصل نوم سره مخې ته راځي ، خو په  رومانوي شاعري کولو کي اوس هم ښځينه شاعرانې زړورې نه دي ۔ د دې لويه وجه د ټولني رويه ده”

آغلې وويل چي د ژوند د نورو شعبو په رنګ ليک لوست هم يو هنر دی بايد د ښځينه ليکوالانو هم دغسې وشي څومره چي د نرينه شاعرانو او ليکوالونو کيږي ۔

 آغلې کلثوم دا غزل هم د مشال ډيجيټل سره شريک کړو:

 څه تماشې به وي چې غاړي ورکوي ګلونه

د خپل وطن د خپلې خاورې د سپرلي ګلونه

محبتونه تازګي د ديدنونو غواړي

جانان له خلک تل د خوبه پاڅوي ګلونه

تا خو په تود سپرلي کې زه په لمبو وسيزلم

داسې لمبې چې په ځوانۍ کې رژوي ګلونه

خدای خبرهغه ورځ او هغه وخت به کله راشي

چې ميينان پکې يوبل له ورکوي ګلونه

کلثوم زيب د پښتنو ليکوالو ميرمنو د څرګند او پټ جدوجهد لپاره د ليک د لارې خپل غږ پورته کوي ۔ پښتنې ملغلرې نومې کتاب کې هغې د ښځينه ليکوالو ستونزو او هڅو ته تفصيلي کتنه کړې ده ۔ هغه وايي چې د ماشومانو لپاره يې هم ډير ليکل کړي دي ۔

د کلثوم زيب مشهور آثار ځلنده سباون، پنځه کردارونه ( تاريخي ناول)،  نيمګړی (ناول)، زه سوزم (ناول)، تورګلاب (افسانې)، پښتنې ملغلرې، ځه کابل ته ځو(سفرنامه) ، د ماشومانو سندري او قيصي ، لمس حيات، پشتون خواتين لکهاريوں کے منتحب افسانے او تور ګلاب (افسانې)  دي۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom