د سېند صوبی د کراچۍ ښار یو ضلعي عدالت دجولای په ۹مه د ټلوېزن اینکر مرید عباس او د هغه د ملګري خضر حیات د یو صحافي د وژنې تورعاطف زمان ته دوه ځله د اعدام سزا اورولې ده.
عدالت کې په ملزم عاطف زمان ثابته شوه چې هغه ۷ کاله وړاندې مرید عباس او د هغه یو بل ملګرې وژلي وو.
د کراچۍ جنوبی ضلعې او سیشن عدالت د جولای په نهمه دغه پرېکړه د جوډیشل کمپلېکس زندان کې واوروله.
عدالت د ثبوتونو له وړاندې کېدو وروسته عاطف زمان د دواړو کسانو په وژنه کې تورن وباله او د هر وژل شوي کس په بدل کې یې ورته جلا جلا د اعدام سزا واوروله.
عدالت په خپل امر کې دا هم ویلي چې عاطف زمان به د دواړو وژل شویو کسانو وارثانو ته د تاوان په توګه پنځه، پنځه لاکهه روپۍ هم ورکوي.
د دې سره عدالت عاطف زمان ته د غیر قانوني وسلې ساتلو په جرم اووه کاله بند او پنځوس زره روپۍ جرمانې سزا هم هم واوروله.
بلخوا، د دې قضیې بل تورن عادل زمان لا هم مفرور دی. عدلت د هغه د نیولو دایمي امرونه (وارنټونه) جاري کړي او اړوندو ادارو ته یې امر کړې چې د هغه پر ضد قانوني بهیر دوامداره وساتي.
د عدالتي اسنادو له مخې، عادل زمان وروسته له هغې وتښتېد چې سپریم کورټ کې یې د ضمانت غوښتنه رد شوی وه، او له هغې وروسته عدالت هغه اشتہاري ګرځولی و.
یاده دې وي چې دشخصي ټلوېزن اینکر مرید عباس او د هغه ملګری خضر حیات د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۹مه په کراچۍ کې په ډزو وژل شوي وو. د دغې پېښې له اووه کاله عدالتي اورېدنې وروسته، یاده عدلت اوس خپل وروستی فېصله واوروله. د عدالتي پرېکړې له مخې، د ټلوېژن اینکر مرید عباس وژنه د سوداګریزو مالي راکړو ورکړو پر سر د پیسو د شخړې له امله شوې وه، او تورن عاطف زمان نوموړی د همدې لانجې له کبله وژلی و.