پېښور کې د امريکا کونسلګري وتړل شوه

  امريکا دخپلې پېښور کونسلګرۍ ددفتر  دتړلو اعلان کړى او ويلي يې دي چې د خېبر پښتونخوا سره د سفارتي اړيکو ټولې ذمه وارۍ به اوس په اسلام اباد کې د امريکايي سفارت د خېبر پښتونخوا يونټ (څانګه) ترسره کوي.

د امريکا کونسلګرۍ له خوا په اېکس( پخواني ټويټر) خپور کړل  شوي بيان کې ويل شوي چې د امريکا د پېښور قونصلګرۍ رسمي اېکس پاڼه نوره فعاله نه ده.

بيان کې ويل شوي، خلک دې د امريکا د سفارت رسمي فېسبوک، انسټاګرام او اېکس پاڼې تعقيب کړي.

دبيان له مخې  پاکستان کې د امريکايي سفارت په رسمي وېبپاڼه هم د خېبر پښتونخوا او د پاکستان نورو سيمو سره د سوداګرۍ او کاروباري اړيکو، امنيتي همکارۍ او د خلکو سره د شراکت په اړه تازه معلومات ترلاسه کيداى شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.