پېښور:ګډې جرګې مرکزي حکومت ته  په پخوانۍ فاټا او ملاکنډ دټيکسونو په سر دپرامنه احتجاج خبردارى ورکړو

 تيره ورځ دپېښور په وزيراعلي هاوس کې  ترسره شوې د بېلابېلو سياسي ګوندونو په ګډه جرګه کې   غوښتنه  شوې  چې پخوانۍ فاټا او ملاکنډ ډويژن نه دې ټول وفاقي ټېکسونه سمدستي  بيرته واخستل شي او وفاقي حکومت دې د دغو سيمو سره د مالي مرستو، ترقياتي منصوبو او د امن پځايې کولو ټولې کړې ژمنې پوره کړي.

جرګې په خپله اعلاميه کې خبرداری ورکړى چې که دا غوښتنې ونه منل شوې نو ټول سياسي ګوندونه به په ګډه اييني، قانوني او پارلېماني ګامونه پورته کوي او د امن احتجاجونو لړۍ به هم شروع کوي.

د جرګې مشري  دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سهېل افريدي   کړې ده.. په  غونډه کې د پاکستان تحريک انصاف، مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز پارټۍ، جماعت اسلامي، عوامي نېشنل پارټۍ، جمعيت علمايى اسلام (ف)، قومي وطن پارټۍ او نېشنل ډېموکراټک موومنټ استازو ګډون  کړى دى.

په جرګه کې منظوره شوې اعلاميه کې وويل شول چې د پخوانۍ فاټا او مالاکنډ ډويژن د امن خراب صورتحال، د خلکو بې‌کوره کېدل، د ځان او مال زيانونو او بې ‌روزګارۍ په اړه سختې اندېښنې موجودې دي.

په غونډه کې ګورنر فيصل کريم کنډي، وزيراعلي سهېل افريدي ، د حکومت او مخالفو ګوندونو مشرانو او استازو هم ګډون وکړو.

اعلاميه کې زياته کړل شوې چې د دغو سيمو خلکو د امن او د هېواد د استحکام لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي، خو لا هم د امن د نشتوالي له امله ستونزو سره مخ دي.

اعلاميه وايي چې د فاټا د انضمام په وخت وعده شوې وه چې دغو سيمو ته به بنيادي  اسانتياوې ورکول کېږي، لس کاله به ټېکس معافي وي، د اين اېف سي ايوارډ کې به مناسبه برخه ورکول کېږي او امن به بحالېږي. خو وفاقي حکومت نه خپلې مالي ژمنې پوره کړې دي، نه يې د پرمختيا لپاره ضروري وسايل ورکړي او نه يې سيمه کې مکمل امن راوستى دى. په داسې حالاتو کې د ټېکس لګول ناانصافي ده.

جرګې د وزيراعلي سهېل افريدي د هغې اعلان هرکلی هم وکړو چې قباييلي ضلعو او ملاکنډ کې به ټول صوبايي ټېکسونه واپس اخستلاى شي او وفاقي حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې وفاقي ټېکسونه هم سمدستي ختم کړي.

جرګې ټولو سياسي ګوندونو، منتخب استازو، قباييلي مشرانو، سوداګرو او عامو خلکو ته بلنه ورکړه چې د دې مقصد لپاره يو موټی شي. ګډونوالو دا هم ومنله چې دا معامله به پارلېمان کې هم پورته کوي.

په دې موقع وزيراعلي سهېل افريدي وويل چې صوبايي حکومت په ضم شوو ضلعو کې هېڅ نوى ټېکس نه لګوي او په ملاکنډ کې يې د دخدماتو دخرڅ خدماتو (سروسز سېلز) ټېکس ختمولو پرېکړه هم کړې ده.

هغه زياته کړه چې د وفاقي حکومت سره د دې معاملې د حل لپاره به يو لوړپوړی پلاوی جوړولاى شي.

وزيراعلي خبرداری ورکړى چې که وفاقي حکومت پخوانۍ فاټا او ملاکنډ باندې د ټېکس لګولو پرېکړه واپس وانخلي نو سخت غبرګون به مخې ته راشي.

هغه وويل چې صوبايي حکومت د ترهګرۍ خلاف يو صوبايي اېکشن پلان هم تيار کړى دى، چې که عملي شي نو څلورو مياشتو کې امن بحالېداى شي.

وزيراعلي دا هم وويل چې د صوبې د امنيتي صورتحال په اړه به يوه بېله جرګه رابللاى شي او د صوبې د مالي حقونو لپاره به اسلام اباد کې هم جرګه کوي.

په دې موقع  دخېبرپښتونخوا ګورنر(والي) فيصل کريم کنډي وويل چې د غنمو او سي اېن جي په معاملو کې د صوبې ټول سياسي مشران يو موټى شوي وو.

هغه وويل چې د صوبې د اييني او اقتصادي حقونو خبره راشي نو حکومت او مخالف ګوندونه تل په يوه خوله وي.

ګورنر وويل وفاقي حکومت خپله هغه وعده نه ده پوره کړې چې ضم شوو قباييلي ضلعو ته به هر کال 100 اربه روپۍ ورکوي، نو تر څو چې ژمنې نه وي پوره شوي، په دغو سيمو کې ټېکس لګول مناسب نه دي.

هغه زياته کړه چې د صوبې د حقونو او ګټو په معامله سياست لپاره ځای نشته، بلکې د ټولو يووالی ضروري دى، او د صوبې د حقونو لپاره به د صوبايي حکومت ملاتړ جاري ساتي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر ميا افتخار حسين جرګې ته وويل چې اوس وخت راغلى دى چې ټول سياسي اختلافات يوې غاړې ته کېښوداى شي او د امن او امان مسلې ته لومړيتوب ورکړاى شي، ځکه دا د صوبې تر ټولو لويه ستونزه ده.

هغه وويل، “ له صوبې نه د ترهګرۍ ختمول بايد زمونږ تر ټولو وړومبۍ ترجيح وي.”

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.