پېښورهايي کورټ دکينسر مريض افغانستان ته ليږل ٣٠و ورځو لپاره ودرول

د پېښور هايي کورټ د انساني همدردۍ په بنياد  تيره ورځ قانون نافذوونکو ادارو ته حکم کړي چې د ۳۰ ورځو پورې دې  هاغه  افغان کډوال  د کينسر مريض، چې په پاکستان کې يې علاج روان دى، او د هغه ښځه او زوې نه نيسي او نه دې يې  افغانستان ته شړي.

په پاکستان کې دروانې جولايي مياشتې دلسمې نيټې نه دافغان مهاجرينو خلاف په عملياتو کې چټکتيا راغلې او دخېبرپښتونخوا پشمول په ټول ملک کې دهغوي دنيولو  او افغانستان ته دستنولو لړۍ روانه ده.

په ډان اخبار کې نن په ٢٧مه جولايي خپور شوي يو رپورټ کې ويل شوي دي چې  دا فيصله په  جسټس صلاح الدين او جسټس قاضي جواد احسان الله مشتمل بينچ کړې ده. عدالت دانار ګل، هغه ميرمنې او زوې لخوا جمع کړل شوى درخواست سرته ورسولو او درخواست کوونکو ته يې ووېل چې زر تر زره دې د ميډيکل ويزې لپاره درخواست ورکړي، يا دې د کورنيو چارو وزارت ته خواست وکړي چې د مريض تر علاج پوره کېدو پورې ورته په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازت ورکړي.

عدالت دا هم ويلي دي چې کله دغه درخواست ورورسي، نو اړوند چارواکي دې د قانون مطابق او د مريض طبي حالت ته په کتو سره، بې له ځنډه پرې فيصله وکړي.

تر هغې پورې عدالت حکم کړي چې د نن له نېټې نه د ۳۰ ورځو پورې به نه دا کورنۍ نيول کېږي او نه به افغانستان ته شړل کېږي، چې خپل قانوني کارونه سر ته ورسوي.

عدالت په خپل تفصيلي حکم کې ويلي دي چې که څه هم د درخواست کوونکو د اوسېدو قانوني اسناد اوس اعتبار نه لري، خو د دوي درخواست د لومړي درخواست کوونکي د سختې ناروغۍ په بنياد دى، ځکه چې هغه اوس هم په پاکستان کې په يو مستند روغتون کې علاج کوي.

عدالت زياته کړې ده چې په طبي بنيادونو د دوي د پاتې کېدو فيصله د حکومت د اړوندو ادارو اختيار دى، او هماغه ادارې به د مهاجرت د قانون او تګلارې مطابق پرې فيصله کوي.

د درخواست کوونکو وکيل عمران خان عدالت ته وويل چې د ده موکلان په سوات کښې د PoR کارډونو په بنياد اوسېدل، خو اوس هغه کارډونه ختم شوي دي او نور د اوسېدو قانوني حيثيت نه لري.

هغه وويل چې انار ګل د هاي ګرېډ بي سېل ليمفوما په نوم د کينسر په خطرناکه ناروغۍ اخته دى، چې د دماغو کيڼ اړخ ته هم خپره شوې ده.

وکيل وويل چې انار ګل مخکې په اغا خان هسپتال، کراچۍ کې علاج کولو او دا وخت هره هفته په شفا انټرنېشنل هسپتال، اسلام اباد کې کيموتراپي اخلي.

هغه عدالت ته وويل چې د ډاکټرانو د رپورټونو مطابق، که د مريض علاج ودرولى شي يا پکې ځنډ راشي، نو د هغه صحت ته به نه  راسرکيدونکى نقصان ورسېږي او ژوند به يې د سختې خطرې سره مخ شي.

وکيل دا هم وويل چې که دا کورنۍ افغانستان ته وشړلى شي، نو هلته د دې قسم کينسر مناسب علاج نيشته، او د افغانستان د اوسني بشري او صحت  بحران له امله به د مريض علاج تقريباً ناممکن شي.

د حکومت له خوا اسسټنټ اټارني جنرل سعيد جميل شاه عدالت ته وويل چې د درخواست کوونکو د PoR کارډونه ختم شوي دي، نو ځکه هغوي نور په قانوني توګه په پاکستان کښې د اوسېدو حق نه لري. خو هغه دا هم وويل چې دوي ته دا حق شته چې د ميډيکل ويزې يا دداخله وزارت   نه د ځانګړې اجازې لپاره درخواست ورکړي، چې د مريض تر علاج پوره کېدو پورې په پاکستان کې پاتې شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.