د آل پاکستان پټرول پمپ اونرز ایسوسی ایشن د جولایي په ۲۱مه له حکومت سره د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته په ټول هېواد کې د نامعلومې مودې لپاره د احتجاج اعلان کړی دی.
د ایسوسی ایشن له خوا خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پټرولیم وفاقي وزیر علي پروېز ملک سره د پټرول پمپ مالکانو د ګټې (مارجن) زیاتولو او د پټرولیم د بیعو د ورځني تعین په اړه خبرې کومې نتیجې ته ونه رسېدې
اعلامیه زیاتوي چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې مشورې روانې وې او د احتجاج لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی وو. د تنظیم تر مخې د جولایي د ۲۲مې او ۲۳ مې نېټې ترمنځ د شپې له ۱۲ بجو وروسته به د هېواد ټول پټرول پمپونه وتړل شي او احتجاج به تر هغه دوام وکړي چې حکومت د دوي غوښتنو ته مثبت او د منلو وړ ځواب ورنه کړي.
د ایسوسی ایشن مشر همایون خان او بیا په کراچۍ دیادې اتحادې مشر عبدالسمیع مشال ډیجیټل ته ویلي چې د دوي په غوښتنو کې د ډیلرانو د کمېشن زیاتوالی او د تېلو د بیعو میاشتنی تعین شامل وو
عبدالسمیع وویل چې ډیلران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د تېلو د بیعو د ورځني بدلون پالیسۍ په اړه دوي سره هېڅ مشوره نه ده شوې.
بلخوا، د پټرولیم وفاقي وزیر علي پروېز ملک تېره اوونۍ اعلان کړی و چې د تېلو د بیعو د تعین واک به اوس د اوګرا له خوا هره ورځ ترسره کېږي
د هغه په وینا، اوګرا به د پټرولیم نوې بیعې هره ورځ په خپله وېبپاڼه خپروي او د نړیوال بازار هر ډول بدلون به سمدستي پر اخستونکو اغېز وکړي.
د پټرول پمپ مالکانو داحتجاج له امله اندېښنه شته چې په هېواد کې به د تېلو رسد اغېزمن شي او عام خلک به له ستونزو سره مخ شي.
وفاقي حکومت تر وسه دپټرول پمپ مالکانو داحتجاج داعلان په غبرګون کې څه نه دې ویلي.