د پاکستان په ګلګت بلتستان سيمه کې سیلابونو کورونه، پلونه او د اوبو کانالونه ویجاړ کړي دي ۔
ځايي خبريال جميل بيګ د دوشنبې په ورځ (۱۳مه جولايي) مشال ډيجيټل ته وويل چې تر ټوله زياته تباهي په ديامر ضلع کې شوې ده ۔ هغه وويل چې سيلاب بيګاه د شپې راغی چې ډير خلک ناخبره وو خو چا ته يي مرګ ژوبله نه ده اړولې ۔
هغه وويل چې سيلابونو په ديامر کې د ډيرو خلکو کورونه ، څاروي ، فصلونه، پلونه، ژرندې او د اوبو کالونه زيانمن کړي دي خو دقيق شمير يې تر اوسه نه دی مالوم شوی ۔
د زمکې ښويدو له وجې شاهراه قراقرم ( د قراقرم لويه لار) هم په ځينو ځايونو کې د موټرونو د پاره تړل شوې ده ۔ ګلګت بلتستان ، چې پخوا ورته د پاکستان شمالي سيمې ويل کيدې ، د شاهراه قراقرم په واسطه د نور ملک سره نښلي ۔
د راپورونو ترمخه ، په چیلاس سيمه کې د ګورنر فارم نرسري سره نږدې د سیلابونو له امله د قراقرم لویه لاره د شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او تر لرې پورې د موټرو اوږده قطارونه جوړ شوي دي ۔
په بند پاتې مسافرو کې ماشومان، ښځې او بوډاګان شامل دي چې له سختو ستونزو سره مخ دي ۔ دوی له حکومته غواړي چې د قراقرم لویه لاره سمدلاسه د ترافیکو پر مخ پرانیزي ۔
راپورونه وايي چې ، د حکومت اړوندې ادارې په اغیزمنو سیمو کې د زیانونو د ارزونې او د سړکونو او پلونو د بیارغونې لپاره کار کوي ۔