په ډيلي کې دکاکروچ پارټۍ  احتجاج جاري،پوليسو سره نښتې،راهول ګاندهي خوشې کړل شو

 د هند په سرښار نوي ډيلي کې د کاکروچ جنتا پارټۍ (سي جى پي)  له خوا د حکومت خلاف احتجاج  روان دى او  تېره شپه هم د پوليسو او مظاهرچيانو ترمينځه نښتې روانې وې.

 بلخوا د وزيراعظم نريندر مودي د کور مخې ته نيول شوی د مخالفې ډلې مشر راهول ګاندي بيا خوشې کړل شوی دی.

د هندي   ميډيا ترمخه، راهول ګاندي او پريانکا ګاندي د نهې په شپه هغه وخت ونيول شول، کله چې هغوي د کاکروچ جنتا  ګوند سره د يووالي څرګندولو لپاره د وزيراعظم نريندر مودي د کور مخې ته پرلت کې ګډون وکړو. وروسته بيا پريانکا ګاندي لږ وخت پس خوشې کړل شوه.

د نيول کيدو په وخت اخيستل شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې پوليسو راهول ګاندي او نور مشران په زور د احتجاج  د ځايې نه پورته کړل او د ځان سره يې بوتلل.

بلخوا د کاکروچ جنتا پارټۍ احتجاج د نهې او شورو په منځنۍ شپه هم روان و. پوليسو په مظاهره چيانو  کوتکونه  ورولي( لاټهي چارج)   خو  مظاهره چيانو هم په پوليسو کاڼي وورول. د دغو نښتو په نتيجه کې د څو کسانو د ژوبل کيدو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.

هند کې دا وخت  څو مياشتې وړاندې د ځوانانو له خوا جوړې شوې دې نوې ډلې لخوا داحتجاج لړۍ  شروع ده. د دې احتجاجونو بنيادي وجه د امتحانونو په نظام کې د پرچو د ليک کېدو او نورو بې ضابطګيو سکينډلونه دي.

د کاکروچ جنتا پارټۍ ( سي جى پي) تحريک هغه وخت شروع شو، کله چې د مۍ په مياشت کې د نېشنل ميډيکل کالج د داخلې امتحان پرچې ليک شوې او له امله يې تر 20 لکو زيات زده کوونکي  متاثره شول او بيا امتحان ورکولو ته مجبور شول.

له دې وړاندې هم د خواوشا 20 لکو هايي سکول زده کوونکو د امتحانونو د ان لاين مارکنګ په اړه يو بل سکينډل مخې ته راغلی و.

 ددې پارټۍ احتجاجي تحريک او د پارليمان په لور مارچ د وزيراعظم نريندر مودي لپاره يو لوې سياسي چلنج ګڼل کېږي، ځکه چې دې ډلې په سوشل ميډيا   په ميليونونو ملاتړي پيدا کړي او د  دهند په بېلابېلو برخو کې يې هم ګڼ شمېر خلق د خپل احتجاج ملاتړ ته راوستلي دي.

د کاکروچ جنتا پارټۍ ته په شروع کې زيات ملاتړ په سوشل ميډيا   ترلاسه شو، او په لږو ورځو کې يې د فالوورانو شمېر 2 کروړه او  20 لکه ته ورسېدو. وروسته يې خپل تنظيم نور هم پراخه کړو او د ځينو مخالفو سياسي ګوندونو ملاتړ يې هم ترلاسه کړو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.