په پکتیا کې د دوو کورنیو تر مينځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

د جولای پر ۹مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د دوو کورنیو تر مينځ دښمني چې د یو لوري درې کسان په کې وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی وو، د شخړو د حل کمیسیون د غړو په هلو ځلو په دوستۍ بدله شوه ۔

د شخړو د حل کمیسیون چې د قبایلو ادارې په چوکاټ کې فعالیت کوي، قومي مخور او ځايي دیني عالمان يې غړیتوب لري ۔

یاده دښمني پنځه کاله مخکې د مرکز ګردیز په شکرخېلو کلي کې د حاجي عبدالرحیم او مرحوم نورمحمد کورنۍ تر مينځ پيل شوې وه ۔  مسولین وایي په دې وروستیو کې يې د هغو کورنیو تر مينځ چې په خپلو کې دښمنۍ لري، د روغو جوړولو او ستونزو د حلولو لپاره يې هڅې چټکې کړې دي ۔

د پکتیا د قبایلو رئیس مولوي محمد عالم رهبر مشال ډیجټل ته وویل: ”زموږ کومه کمیټه چې د روغو جوړو لپاره ټاکل شوې ده، په وروستۍ یوه میاشت کې يې اته د دښمنۍ قضیې حل کړي دي، د قومي خلکو څخه مو دا خواهش دی، چې د خپلو دښمنیو د پای ته رسولو لپاره دې له دې فرصته استفاده وکړي “

دواړو خواوو د کورنیو غړو د شخړې د هواري هرکلی وکړ او ویې ویل، له پنځه کلنۍ دښمنۍ وروسته یې د قومي مشرانو او د شخړو د حل کمیټې په منځګړیتوب روغه وکړه ۔ دوی ژمنه وکړه چې د شوې پرېکړې درناوی به کوي، دوستي به ساتي او نور به د هر ډول اختلاف د حل لپاره د خبرو او تفاهم لار خپلوي ۔

سنګرمل جلالي د ښکيلو خواوو د هغه لوري غړی دی، چې د کورنۍ غړي یې په دې قضیه کې وژل شوي وو ۔

نوموړي له مصلحینو مننه وکړه، چې د دوی درنې ستونزې ته يې د شریعت او د پښتني دودونو او نرخونو په رڼا کې د حل مناسبه لاره وموندله ۔

نوموړي زیاته کړه:

”دوی ډېرې ستړې وګاللې، هغو مصلیحینو چې زموږ تر مينځ يې د دښمنۍ د پای ته رسیدو فیصله وکړه، له دوی مننه کوو، الله پاک دې دوی ته یو په زره عوضونه ورکړي”

یو بل مشر غازي بیا د هغه کورنۍ په استازولی خبرې وکړې، چې له هغو څخه د قتل خطاء شوې وه، دی د مقتول د کورنۍ احسان منوونکی شو، چې دوی سره يې جوړه وکړه او د ورورۍ او یووالي غیږې يې ورکړې ۔

نوموړي وویل:

”زه د عبدالرحیم د اولادونو او کورنۍ څخه بخښنه غواړم، څه چې پېښ شوي دي موږ ترې بخښنه غواړو، موږ عذر ته راغلي وو، دوی زموږ عذر ومنلو، خدای دې لویه ورځ ورکړي، ان شاالله موږ بیرته اتفاق او اتحاد ولرو”

په همدې حال کې قومي مخورو او ځايي اوسیدونکو د دې روغې جوړې هرکلۍ وکړ او له نورو خلکو يې هم وغوښتل، چې د ستونزو او اختلافونو د پراخېدو او پر دښمنۍ د بدلېدو پر ځای دې، د خبرو اترو، پخلاینې او تفاهم لاره خپله کړي ۔

ځايي اوسیدونکي کرامت‌الله وویل:

”مقابل جانب او د مرحوم نورمحمد خان کورنۍ ته زموږ پیغام دادی چې دې مجلس ته چې دې مخورو او درنو خلکو تشریف راوړئ، مساله يې سوله ده او ستاسو مساله په سوله او وروولۍ بدله شوه، تر دې وروسته باید تاسو په سوله او ټولنیز عدالت کې ژوند وکړئ “

یاده دې وي چې لویه پکتیا کې له پخوا نه د خلکو، کورنیو، خېلونو او قومونو تر مينځ پر زمکو، څړځایونو، غرونو او نورو ټولنیزو ستونزو پر سر د دښمنۍ پيښې رامينځته شوې دي، خو په وروستیو کلونو کې هڅه شوې، چې دا ډول پخوانیو دښمنیو ته د شریعت او د پښتو د دودونو په رڼا کې حل لارې پیدا او ښکیل اړخونه په خپلو کې سولې او روغې جوړې ته تیار کړي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.