د جون په ۱۷مه په مینګوره کې سختو بارانونو یو ځل بیا د سیمې ګڼو ودانیو ته زیانونه واړول. د سوات په مینګوره او سیدوشریف کې د خوړونو اوبه پورته شوې چې له امله یې د سېدوشریف ګڼ شمېر کورونو او ودانیو ته اوبه ورننوتې. همدارنګه د مینګورې په ګرین چوک، پیپلز چوک، مکان باغ او شاوخوا سیمو کې د باران د اوبو د زیاتوالي له کبله ودانۍ او دوکانونه زیانمن شول.
مینګوره د سوات مرکزي او تر ټولو لوی تجارتي ښار دی چې دا مهال شاوخوا اووه لکه نفوس لري. د ښار له منځه دوه لویې خوړونه تېرېږي چې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو پر مهال د اوبو د زیاتوالي له امله د ښار ابادۍ او تجارتي مرکزونو ته درانه زیانونه رسوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې وخت په وخت راتلونکي سېلابونه د خلکو کورونو، دوکانونو او کاروبارونو ته تاوانونه اړوي. دغه رنګه د راپورونو ترمخه کال دوه زره لس، دوه زره اتلس، دوه زره دويشت او په ورستو کي کال ۲۰۲۵ کي د اګست په میاشت کې راغلو سیلابونو هم د سیمې زرګونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه ورسول.
د سوات د چاپېریال ساتنې ټولنې مشر اکبر زیب وايي چې د اقلیمي بدلون، بې پلانه ابادۍ او د اوبو د طبیعي لارو د بندېدو له امله د سېلابونو خطر نور هم زیات شوی دی.
اکبر زیب وویل: “اوس داسې ښکاري چې هر کال یا لږ تر لږه هر دویم کال به د پخوا په څېر سېلابونه راځي او که جدي ګامونه وانخیستل شي، نو د مینګورې ښار ودانۍ او تجارتي مرکزونه به له جدي خطر سره مخ وي.”
هغه زیاته کړه چې د راتلونکو سېلابونو د مخنیوي لپاره پراخې او اوږدمهالې منصوبه بندۍ ته اړتیا ده چې پکې نه یوازې حکومت، بلکې عام ولس هم خپل مسؤلیت ادا کړي.
بلخوا د مینګورې څخه منتخب د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي فضل حکیم یوسفزي د جون په ۱۴مه خبریالانو ته ویلي وو چې صوبایي حکومت د نړیوال بانک په مالي مرسته د نوي کروړه روپیو په لګښت د مینګورې د خوړونو او نالو د پراخولو او پاکولو پروژه پیل کړې ده. د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابونو له امله د خلکو ستونزې تر ډېره حده کمې شي.

همدارنګه د سوات ضلعي انتظامیه وايي چې د سېلابونو له راتګ مخکې خلکو ته خبرداری ورکوي او د خوړونو لارې تر خپلې وسې خلاصې ساتي. خو د چارواکو په وینا، د خوړونو پر غاړو د جوړو شویو تجارتي مرکزونو او ودانیو د لرې کولو یا پرې د بندیز لګولو واک له دوی سره نشته.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د اوبو طبیعي لارې خوندي نه شي او د ښار پراختیا په منظم ډول ترسره نه شي، نو راتلونکي کلونه به د مینګورې لپاره د سېلابونو له پلوه لا ډېر خطرناک وي.