د ملاکنډ ډويژن د ځنګلاتو محکمې د معلوماتو سره سم، د ملاکنډ ډويژن په سوات، دير، بونير او د ملاکنډ په ځینې غرونو او ځنګلونو کې اورونه لګېدلي دي. دغه اورونه زياتره د سوات په بابوزۍ، چارباغ، مټې او بحرين تحصيلونو کې لګېدلي دي. همدارنګه د بونير د چغرزو تحصيل نه علاوه په نورو تحصيلونو کې هم د غرونو کې د اور لګیدنې پیښې شوي دي. د ملاکنډ په غرونو کې هم اورونه لګېدلي، او چارواکي وايي چې د بر او کوز دير ځينې سيمې هم ترې اغېزمنې شوې دي.

زياتره لګېدلي اورونه وروسته د ځايي خلکو په مرسته د ځنګلاتو محکمې کارکوونکو مړه کړي دي. د ځنګلاتو محکمې چارواکي وايي چې ډېر اورونه په شخصي زمکو او ټيټو/هوارو سيمو کې لګېدلي وو.
د سوات د ځنګلاتو محکمې مشر ارسلان طارق په دې اړه مشال ډيجيټل ته وويل چې تېرو پنځلس ورځو کې د سوات په اوو بېلابېلو ځايونو کې اورونه لګېدلي وو، چې پکې زياتره په شخصي ځنګلونو کې وو. نوموړي وويل چې د دغو اورونو له امله د پام وړ زيان نه دی اوښتی او اورونه په وخت او ډېر ژر مړه شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ځنګلاتو محکمې په سپارښتنه په ځنګلونو او غرونو کې د اور بلولو د مخنيوي لپاره د جزا د قانون د ۱۴۴ مادې له مخې بنديز لګول شوی دی. د ده په وينا، د اورونو د مخنيوي او مړ کولو لپاره يوه ځانګړې کمېټي او اور وژونکی ټيم جوړ شوی او د هم دغي لپاره يې واټساپ ګروپ هم فعال کړی دی، چي د اور لګېدو په صورت کې سمدستي ګامونه پورته او اور زر تر زره یې قابو کړي.
په سوات کې د ايکو ټوارېزم ادارې مشر پروفېسر اظهرالدين وايي چې په غرونو او ځنګلونو کې اورونه چاپېريال ته ستر زيان رسوي. نوموړی وايي چې سوات او ټول ملاکنډ ډويژن د سيلګرۍ مهمې سيمې دي. کله چې ونې او بوټي وسوځي، طبيعي ښکلا زيانمنېږي. بل لور ته ځنګلي ځناور، چې مرغان هم پکې شامل دي، له سختو زيانونو سره مخ کېږي.

هغه زياتوي چې د ونو او بوټو سوځېدل د غرونو او ځنګلونو د اوبو زېرمې هم زيانمنوي، چې په پايله کې يې سېلابونه، وچکالي او نور چاپېريالي بدلونونه رامنځته کېږي. د ځنګلونو له کمېدو سره ګلېشېرونه (د واورې غرونه) هم له وخته مخکې ويلي کېږي. د ده په وينا، پاکستان د اقليمي بدلون له امله د نړۍ له تر ټولو زياتو اغېزمنو هېوادونو څخه دی او په دې لړ کې سوات، چترال، دير او شانګله ځانګړی زيان ويني. نوموړی وايي چې حکومت او عام خلک دواړه بايد د ځنګلونو او طبيعي شتمنيو د ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د ملاکنډ ضلعي د ځنګلاتو محکمې مشر محمد وسيم وايي چې هر کال د مۍ له ۱۵مې نېټې څخه د جولاي تر ۱۵مې پورې د ملاکنډ ډويژن په بېلابېلو سيمو کې د اور لګېدو امکانات زيات وي. د ده په وينا، په دې موسم کې هوا وچه وي، ګرمي زياته وي او په ځنګلونو او غرونو کې واښه او لرګي وچ شوي وي.
هغه وايي چې اورونه عموماً دوه ډوله وي؛ يو طبيعي اورونه دي چې د تندر د لوېدو يا نورو طبيعي لاملونو له کبله رامنځته کېږي، خو دا ډېر کم وي. زياتره اورونه د انساني غفلت له امله لګېږي. د بېلګې په توګه، خلک بل سګريټ غورځوي، سيلانيان اور بل کړي او بيا يې په بشپړ ډول نه مړ کوي. ځينې وختونه بيزو ساتونکي هم قصداً واښو ته اور اچوي، څو نوي واښه زر راشنه شي.

محمد وسيم وايي چې د ځنګلاتو محکمه وخت په وخت د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي، پمفلېټونه وېشي او په ځينو سيمو کې يې د پوهاوي بورډونه هم لګولي دي. د ده په وينا، د ځنګلونو په اورونو کې زياتره واښه او واړه بوټي سوځي، خو لويو ونو ته نسبتاً لږ زيان رسېږي. بيا هم د سوات، بونير، ملاکنډ، بر دير او کوز دير هغه سيمې چې د نښتر ونې پکې زياتې وي، د اورونو له خطر سره ډېرې مخامخ وي. همدارنګه د ملاکنډ په ځينو سيمو کې داسې بوټي شته چې ډېر زر اور اخلي.
وسيم زياتوي چې د اورونو د مخنيوي او مړ کولو لپاره د ځنګلاتو محکمې کارکوونکي هر کال چمتو وي او ورسره د رېسکيو ۱۱۲۲، وايلډ لايف محکمې کارکوونکي او د ټولنې رضاکاران هم مرسته کوي.