د خېبرپښتونخوا حکومت په ډېره اسماعيل خان کې د هندوانو او سکهانو د شمشان ګاټ لپاره ۴ کناله ځمکه ځانګړې کړې ده۔
د خیبر پختونخو حکومت له لخوا جاري شوې یوه مراسله کې راغلي، په ورکړل شوې ځمکه کې ۲ کناله د هندوانو او ۲ کناله د سکهانو لپاره مختص شوې ده کوم چې په رسمي توګه هغوي ته سپارل شوې.
د اوقافو او مذهبي چارو صوبايي وزير صاحبزاده محمد عدنان قادري وويل چې د مذهبي ازادۍ او د اقليتونو د حقونو ساتنه د حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه ده۔
نوموړي زیاته کړه، چې حکومت د رياست مدينې د اصولو له مخې د انصاف، برابرۍ او مذهبي زغم د ودې لپاره هڅې کوي۔ د هغه په وينا، د اقليتي عبادت ځايونو، مذهبي مراسمو او فلاحي پروژو لپاره ميليونونه روپۍ لګول کېږي۔
هغه څرګنده کړه چې د اقليتي زده کوونکو لپاره تعليمي بورسونه ورکول کېږي او د کونډو، يتيمانو او ځانګړو کسانو لپاره مالي مرستې هم ورکوي.
عدنان قادري وويل چې د ترهګرۍ له امله زيانمنو شوو اقليتونو لپاره ۲۰۰ ميليونه روپۍ انډومنټ فنډ جوړ شوی او د کلاش ټولنې د پرمختګ لپاره ۱۰۰ ميليونه روپۍ ځانګړې فنډ هم ټاکل شوی دی۔
نوموړي زياته کړه چې د اقليتي هديرو، شمشان ځایونو او عبادت ځايونو لپاره د ځمکو برابرولو لړۍ روانه ده او د عبادت ځايونو د سولر (د لمر نه بجلي تولیدونکي د شیشو نظام) کولو او بيا رغونې کار هم دوام لري۔
هغه وويل چې د بين المذاهب همغږۍ د پياوړتيا لپاره صوبايي او ضلعي کمېټې فعالې دي او د اقليتونو د ټولنيزو، تعليمي، اقتصادي او مذهبي حقونو د خونديتوب لپاره به نور ګامونه هم پورته شي۔
بلخوا، د هندوانو او سکهانو استازو د خېبرپښتونخوا حکومت دا اقدام تاريخي او د هرکلي وړ بللی دی