اپډېټ شوې خبر:
جولایې دویمه، ۱۱:۴۳ بجې
د خیبر پښتونخوا د طبيعي افتونو پر وړاندې د نظم مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي چې په دغه صوبه کې د سختو بارانونو، سېلابونو، تندر او تېزو بادونو له امله ۷ کسان مړه او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.
د جولای پر لومړۍ نېټه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو شويو کسانو کې دوه سړي، څلور ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.
د پي ډي اېم اې د راپور له مخې، د دغو پېښو له امله د صوبې په بېلابېلو سيمو کې ۳۶ کورونو ته لیږ زيان اوښتی دی او ۲ کورونه مکمل تباه شوي.
راپور وايي چې د خیبر، کوز دير، مردان، شانګلې، باجوړ، کوز چترال، بر چترال او بر دير په ضلعو کې د تندر لوېدو، د دېوالونو او چتونو د نړېدو، فلش سېلابونو او تېزو بادونو له امله بېلابېلې پېښې شوې دي.
پي ډي اېم اې وايي، د ژغورنې (ريسکيو) ۱۱۲۲، ضلعي انتظاميې او نورې اړوندې ادارې په اغېزمنو سيمو کې د مرستو په چارو بوختې دي او له يو بل سره په دوامداره توګه همغږي ساتي.
ادارې اړوندو ضلعي چارواکو ته لارښوونه کړې چې اغېزمنو کورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي، د ژغورنې چارې لا چټکې کړي او له زيانمنو سره هر اړخيزه مرسته وکړي.