په پاکستان او په ځانګړې توګه خيبر پښتونخوا کې د ځنګلونو کمېدو او موسمي بدلون د تودوخې، سېلابونو او چاپېریالي ګواښونو په اړه انديښنې زياتې کړې دي ۔
د اقليمي بدلون په برخه کې کارکوونکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د ځنګلونو د کمېدو له امله د تودوخې کچه لوړه شوې ده ۔
د پېښور پوهنتون د ۲۰۲۵م کال د جون میاشتې د یو څېړنیز راپور تر مخه، په خیبر پښتونخوا کې په ۱۹۹۰م کال کې ځنګلونه د ټولې زمکې ۶.۷ سلنه وو، خو دا کچه په ۲۰۲۱ کال کې ۴.۸ سلنې ته راټیټه شوه ۔ راپور زیاتوي چې په تېرو ۵ کلونو کې د موسمي بدلونونو له امله د خلکو بېځایه کېدل هم زیات شوي دي ۔
په پاکستان کې د اقليمي بدلون او د ځنګلونو وهل اوس یوه جدي چاپېریالي ستونزه ګرځېدلې ده ۔ د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (یو این اي ایف) او نورو نړیوالو څېړنو تر مخه، هر کال شاوخوا ۱۱۰۰۰ هکټاره (مربع میتره) ځنګلونه له مينځه ځي او په ځینو کلونو کې دا شمېر ۱۷۰۰۰ هکټارو ته هم رسېږي ۔ په دې توګه، په تېرو ۱۰ کلونو کې نږدې یو لک هکټاره یا تر دې هم زیات ځنګلونه وهل شوي دي ۔
د ماشومانو د پاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي، د ۲۰۲۲م کال سېلابونو ۲۷۰۰۰ ښوونځي ویجاړ کړي وو، چې له امله یې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰۰ ماشومان بېرته ښوونځیو ته ونه ګرځېدل ۔
د راپورونو ترمخه، په ۲۰۱۹م کال کې د پاکستان د ځنګلونو ټوله پراخوالی (مساحت) شاوخوا ۴.۴۷ میلیونه هکټاره و، چې د هېواد د ټولې زمکې یوازې ۵.۱ سلنه جوړوي ۔ که څه هم دا کچه ټیټه ده، خو ځنګلونه د چاپېریال او اقتصاد لپاره ډير ارزښت لري ۔
د ۲۰۱۰م او ۲۰۲۰م مالي کال پر مهال د ځنګلونو ونډه د کرنې په ډګر(سکټور) کې ۲.۱۳ سلنه او په ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) کې ۰.۴۱ سلنه وه، خو نړیوال بانک وايي، که ځنګلونه او څړځایونه په ګډه وارزول شي، نو د هېواد د اقتصاد شاوخوا ۱۳ سلنه ونډه جوړوي ۔
بل لور ته، په پاکستان کې د تودوخې کچه هم په بېساري ډول لوړه شوې ده ۔ د نړیوالو راپورونو تر مخه، په ځینو سیمو کې تودوخه تر ۵۰ درجې سانتيګراد پورې رسېدلې ده ۔ کارپوهان وايي، په تېرو ۵ نه تر ۱۰ کلونو کې د تودوخې د زیاتوالي مهم لاملونه د ځنګلونو کمېدل، ښاري پراختیا او د هوا ککړتیا ده ۔
د خیبر پښتونخوا د ځنګلونو اداره وايي، د مۍ له میاشتې څخه تر جولای پورې موده د اورلګېدنې موسم ګڼل کېږي، ځکه په دې موده کې د سختې ګرمۍ له امله په ځنګلونو کې د اورلګېدنې پېښې زیاتېږي ۔
د پاکستان پرمختیايي اقتصاد څېړنیز انسټیټیوټ (انسټیټیوټ اف اکنامک) د ودې (ډوېلپمنټ) د ۲۰۲۴ کال د راپور تر مخه، په تېرو ۲۴ کلونو کې د اورلګېدنې له امله له ۲۰ سلنې ډېر ځنګلونه زیانمن شوي دي ۔
د ځنګلونو د کمېدو مهم لاملونه ناقانونه وهل، د سون لپاره د لرګیو کارول، اورلګېدنې او د قوانینو کمزوری پلې کول (تطبیق) بلل کېږي ۔ د دې ترڅنګ، د ځنګلونو کمښت د سېلابونو، د اوبو د کمښت، د خاورې د تخریب او د ځنګلي ژوو د استوګنځایونو د له مينځه تلو لامل هم ګرځېدلی دی ۔

په خیبر پښتونخوا کې حکومت د (بلین ټري سونامي ) پروګرام پیل کړی، چې له لارې یې میلیونونه ونې نهال شوې او ځینې ځنګلونه بېرته رغول شوي دي ، خو کارپوهان وايي چې د هېواد پر کچه لا هم د ځنګلونو د ساتنې لپاره پراخو او دوامداره هڅو ته اړتیا ده ۔
د پاکستان د ملي ټاکل شوې ونډې (این ډي سي) د راپور تر مخه، په ۲۰۱۸م کال کې د کرنې، ځنګلونو او زمکې د کارونې سکټور شاوخوا ۲۲۳.۴۵ میلیونه ټنه کاربن ډای اکسایډ معادل ګازونه تولید کړي، چې د هېواد د ټولو شنوخونو ګازونو ۴۵ سلنه جوړوي ۔ په دې کې یوازې د ځنګلونو برخه شاوخوا ۲۵.۰۸ میلیونه ټنه وه ۔
د همدې ستونزو د هواري لپاره حکومت په ۲۰۱۵ م کال کې د ملي ځنګلونو تګلاره جوړه کړه، چې موخه یې د ځنګلونو زیاتول، د ونو د ناقانونه وهلو مخنیوی، د خلکو ګډون، د ځنګلي ژوو ساتنه او د موسمي بدلون اغېزې کمول دي ۔ خو کارپوهان وايي، تر اوسه دغه تګلاره په بشپړ ډول نه ده پلې شوې، او که جدي ګامونه پورته نه شي، نو پاکستان به په راتلونکو کلونو کې د لا ډېرې تودوخې، د اوبو د کمښت او نورو چاپېریالي ګواښونو سره مخ شي ۔
د نړۍ د هواپېژندنې سازمان (ډبلیو ایم او) د روان کال د مارچ په راپور کې ویلي، ۴۷ سلنه اټکل شته چې په راتلونکو ۵ کلونو کې د زمکې مينځنۍ تودوخه ۱.۵ درجې سانتيګراد نوره هم لوړه شي، چې له امله به یې نړۍ د بېوخته بارانونو، سختو سېلابونو، وچکالیو او نورو طبیعي پېښو له زیات خطر سره مخامخ شي ۔