په خوست کې د کرکټ شپږیزه لیګ ته تیاریانې په بشپړیدو دي

په خوست کې په لومړي ځل د شپږیزه لیګ پیلیدو ته د ورځو په نږدې کېدو، په دې ولایت کې د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې د رحمت ولي مسرور کرکټ ملي لوبغالي کې د لیګ لپاره ټولې تخنیکي تیاريانې په بشپړیدو دي.

دوی تمه لري، چې په دې هېوادني لیګ کې به د خوست او نورو لیرې او نږدې ولایتونو د کرکټ زر ګونه مینه وال برخه واخلي.

دا په افغانستان کې د شپږیزه کریکټ لیګ یولسم پړاو لوبې دي، چې له دې مخکې ټولې په پلازمینه کابل کې ترسره شوي او دا ځل ورته خوست منتخب شوی دی.

په عموم کې په شپږیزه کرکټ لیګ کې د هېواد د زونونو په کچه پنځه لوبډلې”میس عینک، بندامیر ، سپین غر، بست او امو نهنګان“ لوبیږي، چې مشري يې نړیوال لوبغاړي رشیدخان، رحمان الله ګربز، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزي پر غاړه دي.

د خوست د کرکټ بورډ مشر احسان ولي مسرور مشال ډیجټل ته وویل، د لیګ د شانداره ترسره کېدو لپاره شپه او ورځ کار کوي او تخنیکي تیاریانې بشپړیدو پړاو ته نږدې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: ”تاسو میدان له نږدې ګورئ چې ننداره چیانو ته مو بشپړ تیاری نیولی دی، د سیورو او سرپناه ترتیب مو جوړ کړی دی، په ګراونډ کې چې نور کوم د اړتیا وړ کارونه د تماشاچیانو لپاره لازم دي، پوره تیاری مو نیولی، د امنیت په برخه کې خوست هسې هم پر امنه دی، په دې برخه کې هم تدابیر نیول شوي دي او د مینه والو په غوښتنه د ټولو ملي لوبغاړو په حضور کې دا لیګ ترسره کیږي. “

دا چې دا ځل شپږیزه لیګ ته د منتخبیدو لاملونه کوم وو، په اړه يې د کورني کرکټ بورډ مشر جار عبدالرحیمزی وايي، شپږیزه لیګ د هېواد یو ستر لیګ دی او د دوی د  همکارانو او د کرکټ د مینه والو هیله دا وه چې دا پلا باید ولایتونو ته انتقال شي.

د ده په وینا  دې کار لپاره دوه ولایتونه خوست او ننګرهار کاندید شول، چې خوست د چمتووالي له نظره مناسب وګڼل شو، همدارنګه په خوست کې ننداره چیان ډېر دي او هغوی د خپلو ملي لوبغاړو لیدلو ته هم ډېره  لیواله لري.  

جار عبدالرحیمزي د خوست، لویې پکتیا او د هېواد په کچه د کرکټ له مینه والو وغوښتل چې دلته راشي، خپل اتلان له نږدې وویني او هغوی وهڅوي.

په ورته توګه د خوست د ځوانانو چارو مشر محمداسحاق عمري په دې خوښي څرګندوي، چې دا ځل د شپږیزه په شان لوی لیګ په خوست کې ترسره کیږي.

نوموړی وايي، د دې لیګ پر مهال نه یوازې یو شمېر خلکو ته لنډمهاله کارونه ایجادیږي، بلکې په دې لوبغالي چې ډېر کار شوی، کار به ورڅخه واخیستل شي.

اسحاق عمري له ځوانانو وغوښتل، چې لیګ لیدلو ته ورشي او هغه ادعا دې په زبات ورسوي، چې خوست د کرکټ دویم کور یادیږي.

نوموړي وویل: ”په دې میدان کې قانوني پنځلس زره کسان ځایږي، خو تاسو یو په دوه راشئ، خپله مینه ثابته کړئ، کرکټ بورډ ته يې وښيئ چې په واقعي توګه موږ د دې لیګ جوګه وو، دا لیګ باید موږ ته پخوا راکړل شوی وای. “

ده له کرکټ بورډ وغوښتل، چې دا ډول لويې لوبې او لیګونه ولایتونو کې ترسره کړي، تر څو کرکټ سره د هېواد د هرې برخې د اوسیدونکو مینه پیدا شي.

د شپږیزه کرکټ لیګ لپاره د خوست د یو شمېر لیرې پرتو ولایتونو څخه هم د مینه والو  ورتګ پیل شوی دی.

د ننګرهار اوسیدونکی امان، چې د خوست د رحمت ولي مسرور ملي لوبغالي کتلو ته ورغلی وايي،  دوی مخکې له مخکې د  لیګ او په هغه کې د دې ډګر د اتلانو د لیدنې لپاره راغلي دي.

نوموړی زیاتوي، دې ځای ته له راتګه یې بله موخه د خوست لیدل دي، چې ماشاالله ډېر ښکلی، شین او دا ډول سترو مناسبتونو د نمانځنو لپاره مناسب دی.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.