بروکسل: ساینس پوهان وايي د اقلیمي بدلون له امله سږ کال په اروپا کې وچکالي نوره هم زیاته شوې ده. د دوی په وینا، د هوا لوړه تودوخه د اوبو د ژر وچېدو سبب ګرځي، چې له امله یې کرنه، صنعت او د بار وړلو چارې اغېزمنې شوې دي.
د زيارت (پنجشنبې) په ورځ خپور شوي د ورلډ ویدر اېټریبیوشن د راپور له مخې، د اروپا ګڼ هېوادونه د وچکالۍ له سختو ستونزو سره مخ دي. په فرانسه کې اندېښنه ده چې سږ کال به د تېرو ۵۰ کلونو تر ټولو کم د جوارو حاصل وشي. رومانیا د کروندګرو لپاره د اوبو لګولو محدودیتونه لګولي، هالنډ د اوبو د کموالي حالت اعلان کړی، او یونان په اوو ټاپوګانو کې د وچکالۍ بېړنی حالت نافذ کړی دی.
راپور وايي د اپرېل نه تر جون پورې د باران کموالی یوازېنی لامل نه و، بلکې اقلیمي بدلون د تودوخې په زیاتېدو سره وچکالي لا پسې سخته کړې ده. د تودوخې له امله د خاورې او سیندونو اوبه په چټکۍ سره تبخیرېږي او ځمکه ژر وچيږي.
د هالنډ د شاهي موسمي ادارې د اقلیم څېړونکې څانګې ویلي، اوس په اروپا کې د وچکالۍ تر ټولو لوی لامل لوړه تودوخه ده. هغې وویل چې اوبه د پخوا په پرتله ډېرې ژر تبخیرېږي او هغه وچکالي چې مخکې به قابو کېدله، اوس په سخت بحران بدلېږي. د نړيوالي ادارې د تحلیل له مخې، د اقلیمي بدلون له امله په لوېدیځه اروپا کې د کرنیزې وچکالۍ امکان پنځه چنده او په ختیځه اروپا کې دولس چنده زیات شوی دی.