د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطاالله تارړ ويلې دي چې د پاکستان د باوري معلوماتو په اساس په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د وسله والو مرکززونه يې په نخښه کړې دي چې پکې ۲۵ وسله وال وژل شوي، او هغلته موجودې وسلې یې تباه کړي۔
د جون په ۲۹مه عطاالله تارړ په خپله ایکس پاڼه د دغه معلوماتو تر څنګ بیا دا هم لیکلي، په ۲۸م جون یې د باجوړ سره په ډیورنډ کرښه د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کړي، چې پکې یې د وسله والو یو کمانډر (قوماندان) خان فروش، چې په زبال هم مشهور وو، هم وژلې، ولې د جماعت الاحرار ډلې درې نور غړي يې هم وژلي۔
د جون په نهه ویشتمه سهار بیا د افغانستان ملي راډېو ټیلیویژن (ار ټې اې) د افغان طالبانو حکومت د ترجمان ذبیح الله مجاهد له خلې لیکلي، چې تېره (د جون ۲۸م او ۲۹م ترمنځه) شپه یو ځل بیا پاکستاني پوځ د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د منورې ولسوالیو په ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي۔
خبر کې زیاته شوې، د پاکستان د پوځ په دغو هوايي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ژوبل شوي دي۔
بلخوا بيا عطاالله تارړ دا هم لیکلي چې د پاکستان دننه په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او د کراچۍ د پاکستان رینجرز (سندھ) په يو مرکز د شوو ترهګريزو بریدونو نه وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو د پاکستان ـ افغانستان پولې سره نږدې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو ښه پلان شوی مځکني عملیات ترسره کړي، چې پکې یې ۲۵ وسله وال ووژلي دي۔
عطاالله تارړ په ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستان تل په سیمه کې د امن او ثبات لپاره هڅې کړې دي، خو د خپلو وګړو د ژوند، امن او خوندیتوب په معامله به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي، ځکه د ولس ساتنه یې لومړیتوب دی۔