د پاکستان کرکټ لوبډلې د اسټریلیا نه د دریو لوبو د سیریز/لړۍ اخیرنۍ لوبه د لاهور په قذافي کرکټ سټیډیم/لوبغالي کې په څلورو وکټو ګټلې ده.
د دریو لوبو په دې لړۍ کې اسټریلیا کرکټ لوبډلې پاکستان ته د ۱۵۸ منډو هدف ورکړو او ټول لوبغاړي یی وسوزیدل.
د پاکستان کرکټ لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوزیدو، د لوبی په ۴۲م اوور کې دغه منډې پوره کړې.
د پاکستان او اسټریلیا لړمړۍ لوبه د مۍ په دیرشمه د پنجاب په پنډۍ ښار کی شوې وه، هغه لوبه پاکستان ګټلې وه،
د پنځوسو اوورونو د دی لړۍ دوه لوبې د پنجاب په لاهور کې جوړې شوې وې.
دوېیمه لوبه د اسټریلیا لوبډلې ګټلې وه، چی د پاکستان لوبډلې د اسټریلیا د هدف نه کم رنزونه جوړ کړل، او ټول لوبغاړي ې وسوزیدل.
د دغه لړۍ درېیمه او فیصله کؤنکي لوبه د جون په څلورمه لاهور کې شوې، چی هغه هم د پاکستان لوبډلې وګټله.