د پاکستان وزيراعظم/لومړي وزیر شهباز شريف او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوان له ګډې خبري غونډې وروسته ويلي، دواړه هېوادونه به د امن، اقتصادي پرمختګ او دوه اړخيزې همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکوي.
د پاکستان د سرکاري (ګورنمنټ اف پاکستان) په اېکس پاڼه دویې د جولایې په ۵مه لیکلي چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوان وويل، د اسلام آباد د سولې او پخلاينې يادداشت له امله ټوله نړۍ د هوسا ساه واخيسته. هغه د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف او د پاکستان له ولس څخه مننه وکړه او ويې ويل، ترکيه به په سيمه کې د امن د ټينګښت او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. نوموړي زياته کړه، دواړه هېوادونه به تل د يو بل ترڅنګ ولاړ وي او د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره به د ګډو هڅو ملاتړ کوي.
ښاغلي اردوان وويل، په دې کتنه کې د سوداګرۍ، پانګونې، اقتصادي همکارۍ، دفاع، انرژۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ (آی ټي)، ټرانسپورټ او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراخولو په اړه هم خبرې وشوې.
بل لور ته، وزيراعظم شهباز شريف وويل، پاکستان او ترکيه د يو بدن دوه روحونه دي او دواړو هېوادونو تل د هر ډول ستونزو او سختو حالاتو پر مهال د يو بل بشپړ ملاتړ کړی دی.
هغه وويل، په ځانګړو اقتصادي زونونو کې د پانګونې د زياتولو په اړه هم خبرې شوې او دواړه هېوادونه هوډ لري چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه پنځه ميليارده ډالرو ته ورسوي.
وزيراعظم زياته کړه، پاکستان د قبرس په مسئله کې د ترکيې د دريځ ملاتړ کوي، او د کشمير په شخړه کې د پاکستان دريځ ته د ترکيې د څرګند او کلک ملاتړ له امله يې له ولسمشر اردوان څخه مننه وکړه.