ټوکې ټکالې بيلې بيلې موخې لري لکه خلکو ته نصيحت کول، خلک ځورول او يا د خلکو پر خولو خندا او موسکا خورول ۔
په پښتني ټولنه کې ډېر نارینه او ښځینه د ساعت تيري د پاره د خپلو ملګرو یا همځولو سره ټوکې ټکالې کوي ، خو ځينې خلک بیا ټوکې ټکالې د بانډار په ډول کوي ۔ د بانډاري يا مشهور ټوکمار محفل ته خلک په حجرو او ميدانونو کې په ګڼ شمير راغونډيږي ، کله کله په داسې محفلونو کې دوه ټوکماران د ټوکو او خندونکو کيسو سيالي هم کوي ۔
لکه څنګه چې شاعران د شعر په ژبه خپل احساسات وړاندې کوي داسې ټوکماران هم خپل احساسات د ټوکو ټکالو له لارې ټولنې ته رسوي ۔
ځینې ټوکماران د خپلو ټوکو په واسطه خلکو ته لارښودنه کوي، خو ځینې د خلکو سپکاوی کوي البته ډېری ټوکماران داسې هم

دي چې فقط د اوريدونکو د ساعت تيري او خندولو هڅه کوي ۔
په پښتني ټولنه کې نن هم د خپلې خبرې د اثبات او پخلي د پاره د ملا نصرالدین خندونکې کيسې راوړل عام دود دی ، خو د پخوانیو ټوکو ټکالو سره پښتانه بلد دي یا یې ډيرې اورېدلي دي ځکه د نوو ټوکو اورېدلو او اورولو هڅه کوي ۔ د دوټوکمارانو تر مينځ د سیالۍ په مهال د روانو حالاتو سره سمې نوې ټوکې رامينځ ته کیږي، په داسې موقع زړې ټوکې هم په نوې بڼه بيانيږي ۔
کله کله ټوکماران د خلکو لخوا په دې ځورول کیږي هم چې د دوی په قبيله ، ګوند ، خاندان يا مشر پسې يې ټوکې کړې دي ۔ خو دا بنديز، چې په فلاني خيل ، مشر ، قبيله ، خاندان يا ګوند پسې به ټوکې نه کوې ، د يو ټوکمار آزادي تروړي او د هغه د خبرو خوند کموي ۔ داسې ټوکمار، چې د چا سپکاوی نه کوي او خلکو ته د مثبت تفريح موقع برابروي، بايد د سنسرشپ او بنديزونو لاندې را نه وستل شي او غږ يې خپ نه شي ۔
د مشال ډيجيټل ګرانو لوستونکو !
په پای کې زه هم تاسو سره يوه پخوانی ټوکه شريکوم چې ممکن ځينو کسانو اوريدلې وي ، خو د قند مکرر په توګه بيا خوند ترې واخلئ : وایي چې جبار نومې سړي ته يي ميرمن وويل چې په کور کې هم دغه یوه غوا لرو، دا خرڅه کړه چې د کور نورې اړتیاوې پرې پوره کړو۔
که څه هم د جبار زړه نه و چې غوا خرڅه کړي خو مجبور و چې د کور نورې اړتیاوي پوره کړي ، نو سهار وختي يي غوا بازار ته د خرڅولو لپاره بوتله ۔ په بازار کې د ډېر انتظار نه پس يې هم غوا خرڅه نه شوه نو د غوا پړی یې پر اوږه واړولو او بیرته د کور په لور روان شو ۔ غوا شاته ورپسې وه او جبار مخې ته په خپلو فکرونو کې د کور په لور روان و ۔ د څه مزل کولو نه پس د شا لخوا یو غل ورپسې ورغی د غوا له غاړې یې پړی خلاص کړ او غوا یې ترې بوتله ۔
جبار په خپلو فکرونو کې روان دی پر اوږه یې د غوا تش پړی اړولی دی هغه ورپسې څکیږي او غوا غل تښتولې ده، يو څه نور مزل کولو نه پس چې له فکرونو راووتو او شاته یې وکتل نو غوا نه وه او پړی يې پر اوږه و ۔ دلته بیرته سوچونو او فکرونو یوړو چې غوا څه شوه ؟ او مېرمن ته به څه ځواب وایم چې غوا مې څه کړه ؟ د ډېرو سوچونو او فکرونو ورستو يې د ځان نه پوښتنې پېل کړې ۔
ځان ته وایي ، ته جبار یې! او په ځواب کې وايي هو زه جبار يم ۔
بیا ځان ته وایي که ته جبار یې نو غوا کومه ده ؟ بیا وایي نه زه جبار نه يم ۔
دغه کیسه يې بيا بيا د ځان سره تکراروله خو څه لاره نه ځېنې راووته ۔
وروستو یې د ځان سره صلاح وکړه چې درځه د کور پر لوري خپل کور ته به لاړ شې که ته جبار وې نو مېرمن به دې وپېژني خو پر لاره د ځان سره هم هغه کیسه تکراوي راوان دی د کور په لور ۔
ځان ته وایي ته جبار یې! بیا وایې نه ته جبار یې!
بیا و ځان ته وایي نه ته جبار نه یې، بیا وایي که ته جبار یې نو غوا کومه ده، بیا وایي نه زه جبار نه یم ۔
په دې خبرو او فکرونو کې تر خپل کور راورسېدو او د کور ور یې وټکاوه ۔
مېرمن یې چې ور ورته پرانستو نو جبار پوښتنه ځینې وکړه چې جبار کور دی؟
مېرمن ورته وایي چې سړیه جبار خو تا سو خپله یې ۔
دی ورته وایي چې نه زه جبار نه یم ۔
مېرمن ورته وایي سړیه دا څه درشوي لېونی شوی که څه جبار خو تاسو خپله یې ۔
خو جبار نټه کوي چې زه جبار نه یم او مېرمن یې ټینګار کوي چې جبار تاسو خپله یې ۔
مېرمن تر لاس ونیولو د انګڼ لور ته یې راکش کړو چې جبار تاسو خپله یې او دا څه درباندې شوي ۔
د جبار چې پوره یقین شو چې جبار دی په خپله دی نو مېرمن ته يي وویل که زه جبار یم نو غوا دې والله که ولیده ۔