امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل رپورټ کې ويلي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران جګړه کې راګېر ښکاري او د دې شخړې نه د وتلو لپاره ورسره کومه روښانه تګلاره نشته.
رپورټ کې راغلي چې ټرمپ فکر کولو چې د خپل واک هېڅ حد نشته، خو اوس د ګڼو محدوديتونو سره مخ شوى، چې له امله يې هغه مايوسه او پرېشانه ښکاري.
ورځپاڼه وايي، ټرمپ د فرورۍ په 28مه د ايران خلاف پراخ پوځي عمليات پيل کړي وو او هدف يې د ايران ايټمي پروګرام ختمول او د حکومت نسکورول وو، خو د 5 مياشتو تېرېدو باوجود دغه هدفونه نه دي ترلاسه شوي.
د رپورټ ترمخه، د امريکا استخباراتي( انټلي جنس) ادارې هم باور لري چې د ايران خلاف يو بل لوي پوځي بريد( حمله) به مطلوبه نتيجه ور نه کړي، ځکه ټرمپ اوس د نوې پراخې جګړې شروع کولو نه ډډه کوي.
نيويارک ټايمز زياتوي چې ټرمپ دا وخت درې لارې لري او هغه دا چې پوځي فشار نور هم زيات کړي، اقتصادي بنديزونه سخت کړي، يا د کاميابۍ اعلان وکړي او د جګړې نه ووځي، خو د دغو درې واړو لارو هره يوه د ستونزو سره مخ ده.
رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د ايران سره د جګړې له امله د امريکې د توغنديو( ميزايلونو) ضد دفاعي نظام ذخيرې ډېرې کمې شوې دي. د ټرمپ صلاکارانو او پوځي چارواکو د همدې اندېښنو له امله د ايران خلاف د پراخو بريدونو پلان هم ځنډولى دى.
نيويارک ټايمز وايي، ټرمپ چې ټوله اوونۍ يې په ايران کې د يو ځل بيا لويو پوځي عملياتو د شروع کولو اشارې ورکولې، خو د جمعې په ورځ د خپلې پرېکړې( فيصلې) نه په شا شو او د حملو دبيا شروع کولو نه يې ډډه وکړه.
په اندېښنو کې دا خبره هم شامله ده چې که جنګ نور هم وغځېږي، نو په منځني ختيځ کې د امريکې د هوايي دفاع لپاره موجود دفضايي دفاعي ګوله بارودو دوړاندې نه کمې شوې ذخیرې به تر خطرناک حده نورې هم ختمې شي