د جولای په څلوریشتمه دغه پېښه کې ۲۶ کسان زخميان شوي هم دي، چې ټول د عسکري ځواکونو او پولیسو غړي دی، د دغه پیښې وروستو د ډیره اسماعیل خان د سرکاري روغتون چارواکو مشال ډیجیټل ته ویلي، ځینې زخمیان شوی کسان یې هغلته هم ور وړي وو، چې علاجونه یې روان شوی.
د ټانک ضلعې د پولیسو په خبره، دغه ځانمرګي برید وو، چې د پوځ او پولیسو د سرتیرو شریکه پوسته/تلاشي ودانۍ یې ړنګه کړې ده.
د ټانک د پولیسو په خپل فیس بک پاڼه د وژل شویو پولیسو د جنازې تصویران جاري کړي، او ورسره یې لیکلي، د پولیسو مشرانو د زخمیان شویو څلورو پولیس غړو سره روغتون کې لیدلې هم دي.
د ټانک پولیسو او په سیمه کې موجود د عسکري ځواکونو ځینې چارواکو مشال ډیجیټل ته ویلي، په وژل شویو کې دولس د سیکورټي/عسکري غړي، دوه د پولیسو غړي او یو ولسي وګړې شامل دي.
چارواکو دا هم ویلي، زخمیان شویو کې بیا ۲۴ د عسکري ځواکونو غړي او څلور پولیس شامل دي، چې علاجونه یې روان دي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي او د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر خصوصي مرستیال طارق سعید مروت د برید غندنه کړې، د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
ګورنر فیصل کریم کندي لخوا د جاري شوي بیان تر مخې، نوموړي له اړونده چارواکو نه د پېښې راپور غوښتی دی.
له بلې خوا د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې اي ایس پي ار هم د جولای په ۲۴مه مازیګر په خپله ویبپاڼه په جاري شوې خبر کې لیکلي، فتنه الخوارج (ترهه ګرو) په ټانک کې د پولیسو سره په شریکه تلاشۍ پوسته/چیک پوسټ باندې برید وکړ، خو د امنیتي ځواکونو د هوښیار او سمدستي ردعمل/غبرګون له امله د دوی ناوړه پلانونه په چټکۍ سره شنډ شول.