دويسټ انډيز خلاف د وړومبي ټيسټ په دويمه ورځ پاکستان دباور وړ بيټنګ کړى او دورځې اختتام پورې يې دويسټ انډيز د٣١١ رنز په جواب کې ١٩٩ رنز جوړ کړي يد.
دټروباټيسټ په دويمه ورځ پاکستان په وړومبي اننګز کې دويسټ انډيز ٣١١ رنز په جواب کې ددريوو وکټو په زيان ١٩٩ اسکور جوړ کړي دي،شان مسعود په ٨٨ رنز او سلمان علي اغا په صفر ناټ اوټ دي.
امام الحق ٦٣، اذان اويس صفر او کپتان بابراعظم ٢٣ رنز جوړ کړي او پويلين ته رخصت شويدي.
دويسټ انډيز لومړى اننګز
دټيسټ په دويمه ورځ ويسټ انډيز خپل لومړى اننګز د١٩٤ رنز دريوو لوبغاړو اوټ کيدو نه مخ په وړاندې بوتللى،کيوم هوج ٨٤ رنز جوړ کړي او اوټ شوى او شى هوپ د٩٢ رنز اننګز لوبولى.
دپاکستان له لوري محمد علي څلور لوبغاړي اوټ کړي، محمد عپاس درې، خرم شهزاد دوه او عامر جمال يوه وکټه ترلاسه کړې ده.
دپاکستان لومړى اننګز
دويسټ انډيز د٣١١ رنز په جواب کې دپاکستان اغاز ښه نه و، اوپنر اذان اويس بغير دکوم رن جوړولو نه پويلين ته رخصت شوى.
په دويمه وکټه شان مسعود او امام الحق د ١٥٥ رنز شراکت جوړ کړى، امام الحق ٦٣ رنز جوړ کړي او اوټ شوى،بابراعظم هم ٢٣ رنز جوړ کړي دي.
ددويمې ورځې اختتام پورې پاکستان ددريوو وکټو په زيان ١٩٩ رنز جوړ کړي، شان مسعود ٨٨ او سلمان علي اغا بغير دکوم رنه په کريز موجود دى.
پاکستان ته دويسټ انډيز دلومړي اننګز دخسارې پوره کولو دپاره نور ١٢٢ رنز پکار دي.