ويسټ انډيز، پريکټس ميچ کې په دوه وکټو دپاکستان ١٨٤ رنز

 ويسټ انډيز کې  په څلور ورځني پريکټس ميچ کې پاکستان دويسټ انډيز په ضد په کويينز پارک اوول کې په وړومبۍ ورځ په ٦٠ اعشاريه څلور اوروو کې ددوه وکټو په نقصان ١٨٤ رنز جوړ کړي.

اذان اويس په ٧٨ او بابراعظم په ١٤ رنز سره په کريز موجود دى، امام الحق ١٠ او شان مسعود ٧٠ رنز جوړ کړي او اوټ شوي دي.

دوړومبۍ ورځې لوبه په ټرينيډاډ کې دباران دلاسه دټاکلي وخت نه وړاندې ختمه کړل شوې وه او داتوار په ورځ ددويمې ورځې لوبه هم دځنډ ښکار شوې وه.

 وړومبے ټېسټ د جولاي په ۲۵مه او دويم د اګست په ۲مه شروع کيږي چې پکې  بابر اعظم بېرته د پاکستان د ټېسټ ټيم کپتان جوړ کړل  شوى دى.

د پاکستان د کرکټ لوبډله په ترينيداد او توباګو کې د وېسټ انډيز خلاف دوو ټېسټ لوبو ته ځان تياروي.

پاکستان د جولاي په ۱۸مه د وېسټ انډيز خلاف څلور ورځنۍ  پريکټس  لوبه پيل کړې ده. دا لوبه به د جولاي تر ۲۱مې د تاروبا په براين لارا کرکټ اکاډمۍ کې روانه وي.

 وړومبے ټېسټ به د جولاي د ۲۵مې تر ۲۹مې په همدې ميدان کې وي. دا به په براين لارا کرکټ اکاډمۍ کې  وړومبۍ نړيواله ټېسټ لوبه وي.

دويم ټېسټ به  ددويم اګست نه شپږ اګست پورې  د پورټ اف سپېن په کوينز پارک اوول کې لوبيږي. دواړه ټېسټونه په مقامي  وخت سحر ۱۰ بجې  شروع کيږي، چې د پاکستان په وخت ماښام ۷ او د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې کېږي

 د پاکستان کرکټ بورډ بابر اعظم بېرته د ټېسټ  ټيم کپتان ټاکلى دى. بابر د شان مسعود ځاي نيولى، خو شان مسعود  اوس هم په ۱۶ کسيز سکواډ کې شامل دى.

د وېسټ انډيز د سفر لپاره د پاکستان  فهرست

 بابر اعظم، عامر جمال، عبدالله فضل، علي عثمان، اذان اويس، امام الحق، خرم شهزاد، محمد عباس، محمد علي، محمد رضوان، محمد اويس ظفر، محمد غازي غوري، ساجد خان، سلمان علي اغا، شان مسعود او عبيد شاه.

په دې فهرست  کې علي عثمان، محمد اويس ظفر، عبيد شاه او محمد غازي غوري لا نړيواله ټېسټ لوبه نه ده کړې.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.