ولسمشر زرداري کرغیزستان ته په څلور ورځنۍ رسمي دوره رسیدلې

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د څلور ورځنۍ رسمي دورې د پاره د مرکزي اسیا کرغیزستان هېواد ته رسیدلې.

د جولایې په شپږمه ماښام د پاکستان د ولسمشر د دفتر په سرکاري اېکس پاڼه دویې لیکلي، د کرغیزستان ولسمشر سادیر ژاپاروف یې په ایسیک کول نړیوال هوایې ډګر هرکلې کړې. دویې لیکلي، دا د ۱۹۹۵م کال د هغه وخت د وزیراعظمې/لومړۍ وزیرې بینظیر بټو د دورې نه پس د ولسمشر اصف علي زرداري لومړۍ رسمي دوره ده.

دویې لیکلي چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به دوه اړخیزه تعلقاتو او ګډې همکارۍ په ټولو برخو خبرې وکړي. دویې بیا دا هم لیکلي د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کانونو، کرنې، زده کړو، روغتیا، ګرځندوی، ډیجیټلي اقتصاد او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه به هم د نظر تبادله وشي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.