وزیراعظم/لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا او ایران د ولسمشرانو د دستخطونو وروستو د دواړو هیوادونو ترمنځه د جنګ د ختمیدو په تفاهم لیک خپل دستخط هم کړې.
د پاکستان د وزیراعظم د دفتره د دویې په ایکس پاڼه د جاري شوي خبر له مخې، وزیراعظم شهباز شریف د جون په اتلسمه په هغه کاغذ دستخط وکړ، کوم چې له وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دستخط کړي وو. د وزیراعظم شهباز شریف دستخط د منځه ګړي/ثالث په حیثیت سره شوې، ځکه د دواړو هېوادونو تر منځه د جنګ په ختمولو کې پاکستان خپل رول لوبوي.