د پاکستان سرکاري رسنيو تاييد کړې چې وزیراعظم شهباز شریف خپل ټاکل شوی د سویټزرلېنډ سفر لغوه کړی دی۔
د پاکستان ټي وي تر مخه د امریکا او ایران ولسمشرانو نن سهار د سولې تړون په الېکرانېکي ډول لاسلیک کړی او له هغې وروسته وزیراعظم شهباز شریف هم د منځګړي په توګه خپل لاسلیک کړی دی۔
راپور زياتوي چې د تړون د لاسلیک بهیر بشپړ شوی، له همدې امله په سویټزرلېنډ کې د جمعې ورځې لپاره ټاکل شوې رسمي دستوره لغوه شوې ده۔
ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ د سویټزرلېنډ د بورګن سټاک په تفریحي سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د “اسلام آباد تفاهم لیک” رسمي لاسلیک ترسره شي۔
خو اوس د تړون د الېکټرانېکي لاسلیک کېدو له امله نه یوازې دغه دستوره لغوه شوې، بلکې وزیراعظم شهباز شریف هم سویټزرلېنډ ته خپل سفر نه کوي۔