وزيراعظم شهباز شريف د دوه اړخيز رسمي سفر لپاره استانبول ته ورسېد

وزيراعظم/لومړې وزیر شهباز شريف د ترکيې د دوه اړخيز رسمي سفر په موخه استانبول ته رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت (ګورنمنټ اف پاکستان) په خپله سرکاري ایکس پاڼه د جولایې په درېیمه خپور شوي خبر کې لیکلي، چې وزيراعظم شهباز شريف د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوان په بلنه استانبول ته تللی، چې هلته به دواړه مشران د پاکستان او ترکيې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو په ټولو برخو مفصلې خبرې وکړي.

په خبر کې زیاته شوې چې په دغه ملاقات کې به په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ پر لا پراختيا تمرکز کېږي. دواړه مشران به د سيمه ييز امن او ثبات په اړه هم د نظرونو تبادله وکړي.

دغه دوره کې د وزیراعظم شهباز شریف سره مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار، او د اطلاعاتو او خپرونو وزير عطاالله تارړ هم ملګري دي.. خبر کې زیاته شوې چې وزيراعظم به د خپل استانبول د سفر پر مهال د پاکستان په کوربه‌توب جوړېدونکې د سوداګرۍ غونډې ته هم وينا وکړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.