د هند د تعلیم وزیر دھرمیندر پردھان خپله استعفی ورکړې ده. دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د “کاکروچ جنتا پارټۍ” په نوم د ځوانانو احتجاجي غورځنګ له څو اوونیو راهیسې په نوي ډیلي او نورو ښارونو کې روان و.
پردھان په خپل ایکس اكاونټ لیکلي چې هغه د هېواد د ځوانانو غوښتنو او احساساتو ته درناوی لري، او استعفی یې د حکومت او احتجاج کوونکو ترمنځ د خبرو له نوې غونډې مخکې اعلان کړه.
دا احتجاج د مې میاشتې نه وروسته هغه وخت پیل شو چې د نيټ طبي داخله امتحان د پرچې د لیک کېدو خبرونه مخې ته راغلل. وروسته بیا د امتحانونو په نظام کې د فساد، بېکارۍ او د ځوانانو د حقونو په اړه هم خلک احتجاج ته راووتل.
د دې احتجاج ملاتړي او ټولنیز فعال سونم وانګچوک، چې ۲۶ ورځې یې وږی اعتصاب کړی و، د وزیر استعفی د ځوانانو د صبر او مبارزې بریا بللې ده.
په نوي ډیلي کې د جانتر منتر پر احتجاجي ځای د استعفی له خبر وروسته خلکو خوشالي وکړه، یو بل ته یې غیږې ورکړې او د هند بیرغونه یې رپول. د “کاکروچ جنتا پارټۍ” مشرانو اعلان کړی چې د حکومت له لوري د مهمو غوښتنو تر منلو وروسته به خپل احتجاج ختم کړي.
بلخوا د واکمنې بي جي پي ګوند مشر نتین نبین ویلي چې د پردھان استعفی د هغه د ذمه وارۍ او خدمت ثبوت دی. تر اوسه وزیر اعظم نریندر مودي دا استعفی په رسمي توګه نه ده منلې.
حکومت له وروستیو نښتو وروسته، چې پولیسو پر مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګاز او لاټۍ کارولې وې، د جانتر منتر سیمې د موبایل انټرنیټ بندیز هم ختم کړی دی.