هند: د٢٠و ورځو راهسې د لوږې هړتال کوونکى فعال سونم وانګچک په زوره هسپتال ته انتقال

   هندي چارواکو سماجي او چاپېريالي فعال سونم وانګچک  دتيرو ٢٠و ورځو راهسې د لوږې هړتال کولو له امله هسپتال ته په زوره  بوتللى دى.

 دهند ميډيا په راپور کې  دپوليسو په حواله ويل شوي دي چې  ډاکټرانو د هغه صحت د خطرې نه ډک بللے و. د راپور ترمخه، د هغه په وينه کې د پوټاشيم کچه ډېره راکمه شوې وه، چې د زړه او د بدن نورو مهمو غړو لپاره يې جدي خطر جوړولاى شو.

وانګچک د امتحاني پرچو د افشا کېدو خلاف د ځوانانو د احتجاج په ملاتړ د لوږې هړتال کولو. دغو مظاهره چيانو د تعليم د وزير نه د سياسي حساب غوښتنه کوله  او دګل په ورځ يې دهند دپارلمان په لور دمارچ کولو پلان لرلو.

رپور کې ويل شوي دي چې  وانګچک هسپتال ته تللو ته رضا نه و، خو چارواکو د عدالت د حکم او د ډاکټرانو د سپارښتنې پر بنياد هغه هسپتال ته بوتللى.

د هغه ملاتړي وايي، احتجاج به همداسې جاري وي. بلخوا د هند حکومت تر اوسه د احتجاج کوونکو ټولې غوښتنې نه دي منلي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.