هېټي لومړۍ لوبډله ده چې د فټبال له نړیوال جام څخه بهر شوه

هېټي د جمعې په ورځ د ۲۰۲۶م نړیوال جام په سیالۍ کې د برازیل پر وړاندې درې ـ صفر ماتې وخوړه او د ټورنمنټ نه د وتلو لومړۍ لوبډله وګرځېده۔

د برازیل درې واړه ګولونه په لومړۍ نیمايي کې وشول. ماتیوس کونها دوه ګولونه وکړل، وینیسېوس جونیير هم یو ګول وواهه۔ وینیسېوس د کونها د یوه ګول پاس هم ورکړ۔

د لوبې په پیل کې د هېټي لوبغاړو په منځني میدان کې تېروتنې وکړې چې برازیل ترې ګټه پورته کړه او دوه ګولونه یې پرې ولګول۔

د همدې ورځې په بله لوبه کې مراکش سکاټلېنډ ته ماتې ورکړې وه، نو هېټي ته اړينه وه چې لږ تر لږه یو پواینټ واخلي څو د بل پړاو هیلې یې ژوندۍ پاتې شي، خو د ماتې له امله یې دا چانس هم له لاسه ورکړ۔

اوس په ګروپ سي کې برازیل او مراکش څلور ـ څلور پواینټه لري، خو برازیل د د زياتو ګولونو له امله په لومړي ځای کې دی۔ سکاټلېنډ درې پواینټه لري، په داسې حال کې چې هېټي له دوو لوبو وروسته بې له کوم پواینټه پاتې شوی۔

هېټي په دویمه نیمايي کې د خپل لومړي ګول لپاره ډېرې هڅې وکړې او د لوبې زیات وخت یې د برازیل په نیمایي میدان کې تېر کړ، خو د برازیل د ګول ساتونکي الیسون لپاره یې کومه جدي ستونزه جوړه نه کړه۔

په دې ماتې سره هېټي د نړیوال جام له سیالیو بهر شوه، خو برازیل د بل پړاو پر لور یو مهم ګام پورته کړ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.