نوې څېړنه: کافي او چای په اندازه څښل د زړه لپاره ګټور دي

که تاسو هره ورځ کافي یا چای څښئ، نو یوه نوې طبي څېړنه وايي چې دا عادت د زړه د صحت لپاره ګټور تمامېدلی شي.

د امریکا د زړه ټولنې (امريكن هارټ ايسوسي ايشن) په تازه ساینسي بیان کې ویل شوي، چې د ورځې تر ۴۰۰ ملي ګرامه پورې کیفین، چې نږدې درې تر پنځو پیالو ساده کافي سره برابر دی، د ډېرو روغو لویانو لپاره خوندي دی. څېړنه ښيي چې دومره کیفین د زړه ناروغۍ، فالج، د زړه کمزورۍ او د ټایپ ۲ شکر ناروغۍ خطر کمولو سره تړاو لري.

خو متخصصینو خبرداری ورکړی چې دا ګټه یوازې د کافي او چای لپاره ده. د دوی په وینا، انرجي ډرینکونه او د کیفین شاټونه د وینې فشار ناڅاپه لوړولی شي او د زړه درزا ګډه وډه کولی شي، ځکه په دغو مشروباتو کې کیفین ډېر زيات وي.

د راپور له مخې، یو عام کس هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ملي ګرامه کیفین استعمالوي، چې دا اندازه نږدې د درې اسپریسو شاټونو سره برابره ده. دا کیفین خلک له کافي، چای، سوډا، چاکلیټ او ځینو نورو مشروباتو ترلاسه کوي.

د زړه متخصصین د نوې څيړنې په رنړا كې وايي، پخوا د کیفین په اړه بېلابېلې څېړنې شوې وې او پایلې یې یو شان نه وې. خو د تازه علمي جاج له مخې، یوازې کیفین مهم نه دی، بلکې دا هم مهمه ده چې کیفین له کوم ځایه ترلاسه کېږي.

د څېړنې له مخې، کافي او چای داسې طبیعي مواد لري چې د زړه لپاره ګټور دي، خو په انرجي ډرینکونو او مصنوعي کیفین لرونکو محصولاتو کې دا ګټه نه لیدل کېږي.

متخصصین زاياتوي، د هر انسان بدن د کیفین پر وړاندې بېل غبرګون ښيي. عمر، درمل، پخوانۍ ناروغۍ او جینیات په دې کې مهم رول لري. له همدې امله، تر اوسه د امریکا د زړه ټولنې د ۲۰۲۶ کال د زړه روغتیا رسمي لارښوونو کې د کیفین ځانګړې اندازه نه ده شامله کړې.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.