نن (د جمعې په ورځ) به د پاکستان او هندوستان د هاکۍ لوبډلو ترمنځه په جاپان کې د سیمي فاینل لوبه کیږي.
د اتلسو کالونو کم عمره لوبغاړو دغه لوبې جاپان کې کیږي، چی له دې وړاندې پاکستان د بنګله دیش لوبډلې ته په درې زیاتو ګولونو ماتې ورکړې وه، او د ایشیا کپ په نوم سیالیو سیمي فاینل ته رسیدلي وو.
د بنګله دیش سره مقابله کې د پاکستان عبدالله اعوان، عدیل، حیدر اعصام، او محمد یحیا ګولونه کړي وو. د بنګله دیش سره مقابله کې د پاکستان لوبغاړو پنځه او بنګله دیش دوه ګولونه کړي وو، او سیمي فاینل ته ورسیدل