د خېبرپښتونخوا د مهمندو ضلعې( ولسوالۍ) په مامد ګټ سيمه کې بارودي چاودنه شوې، چې پکې د عسکري ځواکونو درې غړي وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د مهمندو د پوليسو چارواکو، چې ويې ويل، نوم يې بايد په ميډيا خپور نه شي، مشال ډيجيټل ته يې د دغه پيښې معلومات ورکړل.
د دغو معلوماتو تر مخې، د جولاي په دوه ويشتمه سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د مهمندو په مامد ګټ کې د عسکري ځواکونو د ګزمې/ګشت/پټرولنګ په ګاډي هغه وخت د ځمکې د لاندې خښ شوي بارود وډزيدل، چې دغه ګاډى د معمول په ډيوټۍ په سيمه کې روان و.
دوي وويل، دغه ګاډي کې ناست ټول د عسکري ځواکونو هغه غړي وو، چې دوي ورته بي ډي (بم ډسپوزل يا بارود شنډونکي/ناکاره کونکي) غړي وايي.
د پوليسو د دغه معلوماتو سره سم، ګاډي کې ناست درې غړي وژل شوي، چې پکې يو نايب صوبيدار هم شامل دې.
پوليس زياتوي چې دغه چاودنه کې څلور غړي ژوبل شوي هم دي.
همدغه شان يو مقامي اوسيدونکي فضل ودود صافي مشال ته ددغه چاودنې په اړه وويل” دمامد ګټ نه لاندې چې څنګه راکوزيږې، دغلته يوه چړهايي غوندې ده، دا کارخانې هم دي،دغه ځاي کې بلاسټ( چاودنه) شوې ده، او ددوي (متعلقه سرچينه) داطلاع مطابق درې کسان وژل شوي او څلور پکې ژوبل شوي دي“
مامد ګټ د مهمندو تر ټولو لرې اباده سيمه ده، چې په شمالي اړخ يې د باجوړ ناوګۍ تحصيل اباد دې.
دغه سيمه د مهمندو په لکاړو تحصيل کې اباده ده، چې د مهمندو د هيډکوارټر غلنۍ نه شاوخوا څلويښت کلوميټره په شمال فاصله لري.