ملګري ملتونه: په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو درې تنه د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو بې‌برخې دي

د ملګري ملتونو د ترقیاتي پروګرام مشر الېګزنډر ډي کرو ویلي، په افغانستان کې له هرو څلورو افغانانو درې کسان د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو بې برخې دي.

نوموړي د جولایي په پنځمه د خپل اېکس پاڼې د لارې یو خبر کې لیکلي، هغلته په هرو څلورو کسانو کې درې کسان د خپلو بنیادي ضرورتونو په پوره ولو کې وس نه لري.

ده زیاته کړې چی هغه د افغانستان ختیځو ولایتونو او هغه سیمو ته سفر کړې، چې په روستۍ زلزله کې زیانمنې شوې دي، څو په ځمکینو حالاتو ځان خبر کړي.

نوموړي زیاته کړې چې هغه هغلته ځکه هم ورغلې، چی وڅاري چې د ملګري ملتونو یاد پروګرام د زیانمنو شویو مرسته باېد څنګه وکړي؟

یاده دې وي چې د ۲۰۲۵م کال په اخیره کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ۶.۰ درجه زلزله راغلې وه، چې د صحت د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، ۲۲۰۰ نه زیات خلق یې وژلي وو، ۳۶۰۰ نه زیات یې زخمیان کړي وو او ۶۷۰۰ ودانۍ یې ړنکې کړې وې.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.