له زندانه تر نړیوالو نندارو، د کامرون د بندیانو د موسیقۍ کیسه

د کامرون د دوالا ښار مشهور نیو بیل زندان د سختو شرایطو له امله بدنام دی، خو د همدې زندان دننه د موسیقۍ یوې پروژې ګڼو بندیانو ته د امید او نوي ژوند احساس ورکړی دی.

د زندان دننه د “جیل ټایم ریکارډز په نوم د موسیقۍ سټوډیو جوړه شوې، چې پکې بندیان سندرې ثبتوي او خپلې ویډیوګانې جوړوي. د دې پروژې ځینو هنرمندانو په یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو کې زرګونه لیدونکي او مینه‌ وال پیدا کړي دي.

د راپور له مخې، د امپیریور په نوم یو بندي، چې په زندان کې یې د خپلې سندرې ویډیو ثبت کړې، هغه لسګونه زره ځله کتل شوې ده. د دې سټوډیو سندرې د کامرون تر څنګ په امریکا، سویلي افریقا او ارجنټاین کې هم اورېدونکي لري.

جیل ټایم ریکارډز په ۲۰۱۸ کال کې د پخواني بندي سټیو هاپي او ایټالوي هنرمندې ډیون روچ په ګډه پیل کړه. د پروژې هدف دا دی چې بندیانو ته د خپل هنر د ښودلو او د ښه راتلونکي هیله ورکړي.

د دې پروژې په اړه جوړ شوی مستند فلم هم نړیواله ستاینه ترلاسه کړې ده. دا فلم، چې شپږ کاله د زندان دننه جوړ شوی، د امریکا د ټرایبیکا فلم فېسټیول د غوره مستند فلم په ګډون درې جایزې ګټلې دي.

خو د نیو بیل زندان ستونزې لا هم جدي دي. دا زندان د شاوخوا ۸۰۰ بندیانو لپاره جوړ شوی و، خو اوس پکې له ۴ زرو ډېر بندیان ساتل کېږي. د مستند فلم په پای کې د هغو شپږو بندیانو یادونه هم شوې چې د فلم جوړېدو په موده کې مړه شوي وو.

د پروژې بنسټګر سټیو هاپي وایي، پخوا به بندیانو ځان له ټولنې بېل احساساوه، خو اوس دوی باور لري چې استعداد یې ارزښت لري او د ټولنې برخه دي.

د زندان د ادارې په ملاتړ، جیل ټایم ریکارډز اوس له کامرون بهر هم پراخه شوې او د بورکینا فاسو په یوه مرکزي زندان کې یې هم ورته د موسیقۍ سټوډیو پرانیستې ده. همدارنګه، د دې پروژې اړوند یو هنري نندارتون د ایټالیا د وینس ښار په ګروازوتي بنسټ کې د نومبر تر ۲۲مې د خلکو لپاره پرانیستی دی.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.