لبنان ولسمشر د ټرمپ لیدو ته واشنګټن ته روان شوی

د لبنان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، عون به له امریکايي چارواکو سره د اوربند د پیاوړتیا، د سوېلي لبنان د امنیت او له نیول شویو لبناني سیمو څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړي. د لبنان د ولسمشرۍ د بیان له مخې د هغه سفر تایید کړی دی.

ټاکل شوې چې عون د جولای پر ۲۱مه په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وویني. دا به په نږدې شلو کلونو کې سپینې ماڼۍ ته د لبنان د یوه ولسمشر لومړی سفر وي. د يادونې وړ ده چې دواړه مشران به د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي.

عون ویلي، له ټرمپ څخه به غوښتنه كوي چې د جون د ۲۶مې د امریکا په منځګړیتوب شوې لوظنامه عملي کولو لپاره پر اسراییل فشار واچوي. په دې هوکړه کې له سوېلي لبنان څخه په پړاوونو کې د اسراییلي ځواکونو وتل، د لبنان د پوځ ځای پر ځای کېدل او د وسله‌ والو ډلو د وسلو د دولت تر واک لاندې راوستل شامل دي.

حزب‌الله دغه هوکړه او د لبنان او اسراییل مخامخ خبرې رد کړې دي او ویلي یې دي چې بې‌ وسلې کېدو ته تیار نه دی. اسراییل بیا وايي، تر هغه به خپل ځواکونه په سوېلي لبنان کې وساتي چې حزب‌الله وسله ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۵مه ویلي وو چې په روم کې د لبنان او اسراییل وروستۍ خبرې ګټورې وې او دواړو خواوو د لومړنیو امنیتي سیمو پر تګلارې موافقه کړې ده.  په دغو سیمو کې به د اسراییل پوځ ووځي او واک به د لبنان پوځ ته وسپارل شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.