لاهور: د دوه غیرملکي ښځو په تېښتونه کې تورن څلور کسان نیول شوي

د لاهور پوليس وايي، د دغه ښار په ډيفنس سيمې کې یې د دوو بهرنيو ښځو د تښتونې، د تاوان غوښتنې، جنسي تېري او تشدد په يوه قضيه کې څلور شکمن کسان نيولي او دواړه ښځې يې راخوشې کړې دي.

د پنجاب پولیسو په خپله ایکس پاڼه دغه خبر کې لیکلي، د دواړو ښځو تعلق د هالېنډ او ونزوېلا هېوادونو سره دې.

دویې زیاته کړې، کله چې دویې ته اطلاع ملاو شوه، په دوه ساعتونو کې دننه یې دغه ښځې راخوشې کړې.

دغه خبر د انګریزۍ ورځپاڼې ډان هم خپور کړې، چې دویې پکې لیکلي، د لاهور پولیسو د اپربشن یا عملياتو ډي آی جي فیصل کامران په وينا، دا عمليات وروسته له هغې پيل شول چې د هالېنډۍ یوې ښځې پلار د پولیسو دبيړنۍ مرستې شمېرې (15) ته د خپلې لور او د هغې د ملګرې د تښتونې راپور ورکړو.

د ده په وینا پولیسو سمدستي عملیات پیل کړل او د پېښې څلور تورن کسان یې نیولي دي.

دپولیسو په وینا ثبت شوې مقدمې له مخې، شکايت کوونکې چې د هالېنډ اوسېدونکې ده، ويلي له تورن رضا ډار سره يې د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې په سنګاپور کې پېژندګلوي شوې وه. د هغې په خبره، تورن وروسته هغې او د سپین له يوې ملګرې سره پاکستان ته د راتګ لپاره د ويزې او نورو سفري اسنادو په برابرولو کې مرسته کړې وه.

شکايت کوونکې وايي، دواړه د جون په ۲۹مه پاکستان ته ورسېدې، خو له رسېدو وروسته د څو کسانو له خوا وتښتول شوې.

د پولیسو په وينا، اصلي تورن رضا ډار د پېښې پر مهال ځان هم د تښتول شويو کسانو په ډله کې ښود، خو وروسته پرې شک پيدا شو چې له نورو تورنو سره ملګری و.

په مقدمه کې راغلي چې دواړه ښځې يو نامعلوم ځای ته ولېږدول شوې، له هغوی څخه د خوشې کېدو په بدل کې د ۱۵ لکو ډالرو د تاوان/بونګې غوښتنه وشوه، پرې تشدد وشو او په وار وار ورسره جنسي تېری هم وشو. هغوی ته د وژلو ګواښونه هم کېدل.

د لاهور پوليسو ويلي، د سیف سټي کمرواو نورو تخنيکي وسايلو په مرسته د دواړو ښځو درک ولګېد او نږدې په څو  ساعتونو کې هغوي خوندي راخوشې شوې.

دپولیسو په وینا د تښتونې پېښه د جون په ۲۹مه شوې وه، خو پوليسو ته د جولای په ۲مه خبر ورکړل شو. له دې وروسته پوليسو پلټنې پيل کړې او د هالېنډ او ونزوېلا دوه ښځې یې خوندي راخوشې کړې.

 پوليسو د څلورو شکمنو کسانو د نيولو ترڅنګ د ښځو طبي معاينه هم کړې او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي. د پنجاب پوليسو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ږ کال کې د جنورۍ څخه تر جون پورې په پنجاب کې د جنسي تېرې 1620پېښې ثبت شوې وې، چې په اوسط هره ورځ د شاوخوا نهو ښځو د جنسي تېري راپورونه ثبت شوي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.