شهباز شریف او اردوغان د اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ترکېې په پلازمینه استنبول کې لیدلي او دواړو مشرانو د پاکستان او ترکیې د ستراتیژیکو اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو ټول مهم اړخونه وڅېړل شول او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې خپلې اړیکې او همکاري به لا پیاوړې کوي.

دواړو مشرانو د ۵ اربه ډالرو کلني دوه اړخیز تجارت هدف ته د رسېدو لپاره د عملي ګامونو پر اخیستو هم سلا وکړه.

شهباز شریف ویلي چې پاکستان غواړي د نوي کېدونکې انرژۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، دفاعي صنعت، بنسټیزو پروژو او کرنې په برخو کې له ترکیې سره ګډې پروژې او پانګونه زیاته کړي.

ولسمشر اردوغان هم ویلي چې ترکیه غواړي له پاکستان سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ، قیمتي معدنیاتو، معلوماتي ټېکنالوژۍ او دفاعي همکاریو ته نور پرمختګ ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د منځني ختیځ پر روان وضعیت هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته سیمه ییزه سوله نه شي ټینګېدلی.

په دې لیدنه کې دواړو مشرانو د غزې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د سمدستي اوربند او فلسطینیانو ته د بې خنډه بشري مرستو د رسېدو غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان له لوري په پلاوي کې مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار، د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ، د وزیراعظم ځانګړی مرستیال طارق فاطمي او په ترکیه کې د پاکستان سفیر ډاکټر یوسف جنید هم شامل وو. ولسمشر اردوغان د وزیراعظم شهباز شریف او ورسره پلاوي په درناوي مېلمستیا هم وکړه.

دواړو هېوادونو یو ځل بیا د خپلو سیاسي، اقتصادي او دفاعي همکاریو د پراختیا او دوام لپاره د ګډ کار ژمنه تکرار کړه.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.