شمالي وزیرستان کې په جلا جلا بریدونو کې درې کسان وژل شوي

د شمالي وزیرستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا د اندېښنې وړ ګرځېدلی. د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سپین وام او میرعلي په سیمو کې په دوو جلا پېښو کې ۲ پولیس سرتېري او یو ملکي ځوان وژل شوي دي.

د میرعلي د پولیسو کنټرول روم او ځایي سرچینو په وینا، لومړۍ پېښه د سپین وام په سیمه کې شوې، چې پکې ناپېژاندو وسلوالو پر پولیسو ډزې کړې دي. په برید کې ۲ پولیس سرتېري، نقیب الله او شیر قادر، وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي، او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

په همدې حال کې، د میرعلي په سیمه کې تېره شپه د ځایي سرچینو په وینا، وسلوالو احتشام نومی ځوان په ډزو وژلی دی. د نوموړي د وژنې د انګېزې په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دغو پرله‌پسې پېښو له امله د شمالي وزیرستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې یو ځل بیا زیاتې شوې دي. سیمه‌ییز اوسېدونکي وایي، د هدفي وژنو او وسلوالو بریدونو دوام د خلکو ترمنځ وېره او بې‌باوري زیاته کړې او له اړوندو ادارو غواړي چې د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تر اوسه د دواړو پېښو په تړاو رسمي دریځ نه دی خپور شوی او نه هم کومې ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

بلخوا، امنیتي ځواکونه په وار وار ویلي چې په شمالي وزیرستان کې یې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیات روان کړي او وخت په وخت د وسلوالو د مرګ ژوبلې ادعاوې هم کوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.