شمالي وزیرستان کې د نیول شوي ځوان د خوشې کېدو غوښتنه؛ تره یې د میرعلي-میرانشاه لویه لاره پر یوازي سر تړلې.

د شمالي وزیرستان د میرعلي په ایپي کلي کې یوه تن د خپل وراره د نیولو پر ضد د احتجاج په توګه د میرعلي-میرانشاه لویه لاره د لنډ وخت لپاره تړلې وه.

عبدالأکبر، چې د نیول شوي ځوان تره دی، په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ادعا کوي چې د هغه وراره د جمعې په ورځ د سیدګي چیک پوسټ کې یوازې د دې لپاره نیول شوی چې د هغه د قومي پېژندپاڼې (شناختي کارډ) حیثیت بلاک و. نوموړی وايي، تر دې وړاندې هم د هغه وراره نیول شوی او زندان ته لېږدول شوی و، خو د ده په خبره، پر ضد یې هېڅ جرم نه و ثابت شوی.

عبدالأکبر په ویډیو کې، چې د احتجاج پر مهال ثبت شوې، له ریاست او امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې که پر دوی کومه قانوني تور وي، نو ورته دې څرګند او د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي. هغه وايي، کورنۍ یې غریبه ده او د ورځنۍ مزدورۍ له لارې ژوند تېروي، نو بې دلیله نیونې یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

د سیمې یو اوسېدونکی، عادل داوړ، هم وايي چې یاده کورنۍ د مزدورۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي او له امنیتي ادارو غواړي چې د هغوی غوښتنې واوري او د قانون له مخې ورسره چلند وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیو کې عبدالأکبر څو ځله په ژړا له چارواکو د انصاف او د خپل وراره د خوشې کېدو غوښتنه کوي. دغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

تر دې دمه د امنیتي ادارو له لوري د دې پېښې په اړه کوم رسمي دریځ یا بیان نه دی خپور شوی.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.