سيد رحمان شينو د اوسنيو ډرامو په معيار نيوکې لري

د پېښور د پيشتخرې سیمې اوسيدنکی مزاحیه اداکار (ممثل) سید رحمان شینو وايي چې له تیرو ۵۲ کلونو راهیسې یې د ټلویزیون، ریډیو او سټېج له لارې خلک خندولي دي ۔
هغه د مشال ډیجیټل سره د مرکې په مهال د معاصرو ډرامو پر معیار  اندېښنه څرګنده کړه او وېې ويل چې له ماشومتوب راهيسې يې د اداکارۍ (تمثيل) سره شوق لرلو ۔
سيد رحمان شينو وويل چې لومړۍ ډرامه يې د پېښور په کامرس کالج کې کتونکو ته وړاندې کړې وه ، چي يو اصلاحي ډرامه او هغه وخت خلکو ډيره خوښه کړي وه ۔
هغه وويل چې هنر مقصد يي د اولس اصلا ح کول او د خلکو په شونډو خندا خورول دي ۔
سيد رحمان شينو مشال ډيجيټل ته وويل چې په کال ۱۹۷۲ کې مراد شینواري هغه ریډیو پاکستان ته راوست او تر څلویښتو کلونو پورې یې هلته کار وکړ۔ له هغه وخت راهیسې تر نن پورې دا سفر دوام لري ۔
هغه زياته کړه چې د اوسني دور په اړه د هغه نظر څرګند دی ، نه خو د  پخوا پشان ډرامې شته، نه کتونکي او ښه لیکونکي  هم د نشت برابر دي ۔
“د انټرنیټ او موبایل فون راتګ سره خلک د ټک ټاک لپاره ډرامې جوړوي خو د کار په طريقه او معيار خبر نه دي ۔ حالانکې محنت ډېر کوي خو ټولنې ته هغه شان مثبت پيغام رسولو کې پاتې دي کوم چي اړين دی”
سيد رحمان شينو وويل چې فنکاران هم اوس په لږ وخت کې زیات کار کول غواړي او هغومره محنت نه کوي څومره چې پکار دی ۔
هغه د اداکارانو د روزنې د پاره د اسانتياوو د نشتوالي شکایت هم وکړ او ويې ويل:
“دلته د نوو کسانو د زده کړې د پاره اکاډمي نشته چې د تربيت يې وکړي ۔ که څوک په ذاتي توګه زمونږ خوا له راځي او د ايکټنګ کولو تربيت اخستل غواړي نو ورته حاضر يو”
 سيد رحمان شينو وويل چې معیاري کار نه پټېږي، خو شرط دا دی چې اول د زړه په شوق زده کړه  وشي او بيا په کار کې محنت وشي 

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.