هر کال د سوات په سين کې ګڼ شمير مقامي خلق او سيلانيان ډوبيګي، دا وخت د سوات په سين کي د يوي ښځي او دوه ډوب شوي زلمو د مړو لټون روان دی چې په تېرو دوه هفتو کې په مختلفو پېښو کې په سين لاهو شوې دي۔
زياتره ډوب شوي تنان سيلانيان وي۔ د بې احتياطې له وجي د سين د تيزو اوبو ښکار شي، دغه خبري سوات سين کي جاله چلوونکی محمدهلال کوي۔ دې وايي چې د تېرو څو کلونو راهڅې د سوات په سين کي کبان نسي خو ورسره د متاثره خلقو مرستې هم کوي۔ محمدهلال د جون په ديارلسمه مشال ډيجيټل ته وويل چي سخ کال څلورويشت کسان سين کې د له وړاندې ډوب شوې دي چې پکې يې ۱۷ ژوندي بچ کړي او د اوو يې مړي راوېستې دي۔
هلال وايي دا وخت په کالام کې د ډوب شوي د يو زلمي سيلاني، بيا په بريکوټ کي د مقامي يو زلمي د مړو لټون روان دې دغه رنګه د چکدري فيشنګ هټ سره يو مور او دوه لورياني سين ته پريوتي وي چي پکي مور بچ کړې شوې د يوې لور مړې موندلې شوې او د بلې لور لټون يي روان دې۔

نوموړې زياته کړه چې ګرمي زياته شي ډير خلق د سين غاړو ته د سيل له پاره ورځي ځنې پکې د لامبلو کوشش کوي او دغه دوران کې د سين تېزې اوبه يې وېسي۔ محمد هلال دا هم وايي چي د سين نه کانړې او شګي راويستل کيږي چي ورسره ژور ډنډان جوړ شوي او دغه کې هم ډير خلق ډوبيږي۔
د سوات ريسکيو ۱۱۲۲ ترجمان نيازعلي په دغه اړه وايي چي د سوات سين کې ډوبيدو نه بچ کيدو له پاره د هغوي خصوصي ټيم کار کوي او د سوات سين په غاړو يې خصوصي کېمپونه جوړ کړي دي۔خلک د سين نه لرې کولو په اړه پوهنه هم راولي او بيا د ډوب شوې کسانو پر هغه وخت مرسته هم کوي۔ نوموړی وايي چې سخ کال درې ښځې، اته ماشومان او درې سړي مړه شوي دغه رنګه يو تن بچ کړی شوی او په سوات کې دوه کسان لا هم لادرکه دي چي لټون يې روان دی. نيازعلي وايي چي زياتره ډوب شوي تنان سيلانيان وي د سين په اوبو کې عکسونه او ويډيو ګاني کوي او د سوات د سين تيزو ابو د خطري نه ناخبره وي. چي د پېښې ښکار شي۔
د ضلع سوات ډپټې کمشنر له خوا جاري کړي شوي خبر پانړه کي ويلې شوي چي د سوات په سين کي په لامبلو بنديز دی او ماده ۱۱۴ تر سوري لاندې خلاف ورزي کونکو په ضد قانوني کاروايي کولی شي. ضلعي انتظاميه دا هم وائي چي پوليس ته هدايات جاري کړي شوي چې په سين کي د لامبلو نه خلق منع کړي او د سين په غاړه د خطر په ځايونو کې ناست سيلانيانو ته خبرداري ورکي.
د يادونې وړ ده چې کال دوه زره پينځويشت کي د پنجاب او خيبرپښتونخوا اولس سيلانيان په ګډه په سين کي ډوب شوي وو، چي پکي څوارلس کسان مړه وه دغه کي ماشومان او ښځي هم شاملې وې، له هغې ورسته په ټولنيزو رسنيو د ضلع سوات په انتظاميې او د ريسکيو ۱۱۲۲ په کارکردګی ګوتې پورته شوې وې۔